امریکا د روسیې او اوکراین په جګړه کې د تورکېې د رول ستاینه وکړه

امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند : د تورکیې پرته په توره بحیره کې د غلو دانو میکانیزم رامنځته کیدل ناشوني وو

1928771
امریکا د روسیې او اوکراین په جګړه کې د تورکېې د رول ستاینه وکړه

د امریکا متحده ایالتونو ویلي چې دوی د روسیې او اوکراین د جګړې په پای ته رسولو کې د تورکیې د رغنده رول ستاینه کوي او ویلي یې دي چې تورکیه له دواړو هېوادونو سره د سولې د هیلو لپاره له خپلو اړیکو کار اخلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نید پرائس په یوه ورځني خبري کنفرانس کې د روسیې له خوا په اوکراین کې د اوربند له اعلان وروسته په دې برخه کې د تورکیې د هڅو په اړه د پوښتنو په ځواب کې وویل.

"مونږ د دې وحشیانه جګړې د پای ته رسولو په برخه کې د تورکیې د رغنده رول ستاینه کوو. مونږ د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا او د اوکراین او روسیې ترمنځ د خبرو اترو د پراختیا لپاره د تورکیې د ثابتې ژمنې ستاینه کوو."

هغه د دې په یادولو سره چې انقره د جګړې له پیل راهیسې یو "رغنده لوبغاړی" دی.

"تورکیه یو رغنده لوبغاړی دی. تورکیې تل هڅه کړې چې  خبرو اترو او ډیپلوماسۍ ته وده ورکړي."

نیډ پرائس د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره د ټیلیفوني خبرو سربیره د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش په کوربه توب د تورې بحیرې د غلې دانې په نوښت کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان رول ته اشاره وکړه او زیاته کړه  .

"دغه میکانیزم (د غلو دانو نوښت) د تورکیې له رول پرته ناشونی وو. په پایله کې، دا میکانیزم یو داسې میکانیزم دی چې د نړۍ تر ټولو اړو هیوادونو ته په ټنونو  غلې دانې برابروي. تورکیه د ناټو د غړي په توګه له خپل دریځ  او له نړیوالې ټولنې سره ښو اړیکو  او همدا راز له اوکراین او روسیې سره یې متوازنو  اړیکو نه په استفادې سره  د سولې هیلې زیاتې کړي."

ویاند پرائس دا هم ویلي، چې که دا هڅې په پایله کې ناکامې شي، مسوولیت یې د مسکو پر غاړه دی، نه د تورکیې په غاړه .



اړوند خبرونه