په اتریش کې په یو جومات برید شوی

په اتریش کې چې اسلاما فوبیا او اسلام دښمني په چټکۍ سره د ودې په حال کې دا ځل په یو جومات برید وشو.

1927312
په اتریش کې په یو جومات برید شوی

په اتریش کې چې اسلاما فوبیا او اسلام دښمني په چټکۍ سره د ودې په حال کې دا ځل په یو جومات برید وشو.

د اتریش په پلازمینه ویانا کې په یو جومات برید شوی.

د ویانا په اوتاکرینګ ولسوالۍ کې د فاتح په نامه جومات په دخلولي  دروازې برید شوی دی. د جومات دخلولي برخې  ته اور اچول شوی دی.

د برید کوونکي هویت تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.

پولیسو د برید په اړه پلټنې پیل کړې دي.

د اتریش د اسلامي ټولنې مشر، امید ورال ویلي، ورانکارو او اسلام دښمنو پر جومات برید کړی دی. هغه ویلي دي چې مونږ د قضیې روښانه کیدو انتظار باسو. تر اوسه پورې برید کوونکی نیول شوی ندی او د پیښې په اړه پلټنې دوام لري.


پيوندونه: #برید , #جومات , #اتریش

اړوند خبرونه