اوکراین د روسي ځواکونو په قرارګاه د امریکايي توغندیو سره برید کړی او په لسګونو روسي پوځیان يي وژلي

د روسیې د دفاع وزارت اعلان وکړ چې اوکراین د ماکییفکا په سیمه کې، چیرې چې روسي سرتیري په موقتي توګه ځای پرځای شوي، د HIMARS توغندیو سره برید کړی چې په نتیجه کې لږ تر لږه ۶۳ تنه روسي سرتیري وژل شوي دي.

1926825

روسیې ویلي دي چې دوه توغندي یې په هوا کې ویشتي او له منځه وړي دي. د بله پلوه اوکراین بیا ویلي دي چې پدې برید کې تر ۴۰۰ تنو ډیرو روسي سرتیري وژلي دي. خو د اوکراین لخوا ورکړ شوی رقم د کومې خپلواکۍ سرچینې لخوا ندی تایید شوی.

د  اوکراین دونیتڅک په اشغال شویو سیمو کې د روسیې له خوا ټاکل شوي لوړپوړي چارواکي دانییل بیزسونوف د خپل ټیلیګرام پاڼې له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي دي ، اوکرایني ځواکونو د امریکا د MLRS HIMARS توغندیو سره  په حرفه یي ښوونځي برید کړی چې په لسګونو تنو ته يي مرګ ژوبله اړولې ده . په بیان کې راغلي دي چې پدې برید کې د مرګ ژوبلې دقیقه شمیره تر اوسه پورې معلومه نده.

له بلې خوا، روسیې تیره ورځ اعلان کړی وو چې  چې د نوي کال  په ورځ په ماښام یې په ماکییفکا په ښار  لږ تر لږه ۲۵ توغنديو بریدونه کړي. په ماکییفکا له برید څخه څو ساعته وروسته پر کیف د روسیې بریدونه پیل شول.

پيوندونه: #برید , #اوکراین , #روسیه

اړوند خبرونه