ناټو مشر : لویدیځ هیوادونه باید اوکراین سره اوږد مهاله مرستو او ملاتړ ته پوره چمتوالی ولري

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي، پر اوکراین د روسیې بریدونو د کمېدو نښې نښاني شتون نلري ، د همدې امله  لویدیځ هېوادونه باید د کیف سره اوږمهاله مرستو ته پوره چمتووالی ونیسي.

1926531

د بي بي سي تورکي  د خبر له مخې، ینس سټولټنبرګ ویلي چې "د اوکراین د خپلواکۍ د ساتلو او د خبرو مېز ته د روسیې د راکاږولو لار د همدې مسئلې  نه تېرېږي".

سټولټنبرګ ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې  د روسیې لخوا قسمي سفربري ددې ښکارندويي کوي چې  مسکو د جګړې د پای ته رسولو اراده  او نیت نه لري.

هغه وویل، «اوکراین پوځیانو په وروستیو میاشتو کې چټکتیا موندلې، خو مونږ پوهیږو چې روسیې هم نوي عسکر استخدام کړي او هغوی ته روزنه ورکوي.»

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ له بي بي سي سره په خبرو کې وویل:

"موجود وضعیت د جګړې د دوام لپاره د روسیې د  لیوالتیا او د نوي برید پیل کولو وړتیا ښیې."

سټولټنبرګ د اوکراین سره د لویدیځ د مرستو پر اهمیت ټینګار وکړ او وویل چې ، سره ددې چې د خبرو اترو کومې نښې او نښانې موجودې ندي ، خو که چیرې هغه ورځ راشي اوکراین باید په ډیره قوي او پیاوړې توګه د مذاکراتو په میز کیني. ددې لپاره  د اوکراین سره د لویدیځ مرستې او ملاتړ ډیر مهم دی.

"مونږ په عاجله توګه د اوکراین ملاتړ ته اړتیا لرو. په دې کې پوځي ملاتړ هم شامل دی. ځکه چې دا یوازینی شی دی چې روسیه به مجبوره کړي چې د خبرو اترو میز ته کینيوي . همداشان دا ملاتړ کولی شي چې پر روسیې د اوکراین خپلواکي او په اروپا کې شتوالی قبول کړي.

اړوند خبرونه