اوکراین دفاعي ځواکونو د روسیې د ۷ ډرون الوتکو د لمنځه وړو نه خبر ورکړ

د اوکراین په پلازمینه کیف کې د روسیې اړوند د ۷ بې پیلوټه الوتکو د رانسکورولو نه خبر ورکړ شوی دی.

1925893
اوکراین دفاعي ځواکونو د روسیې د ۷ ډرون الوتکو د لمنځه وړو نه خبر ورکړ

 د اوکراین په پلازمینه کیف کې د روسیې اړوند د ۷ بې پیلوټه الوتکو د رانسکورولو نه خبر ورکړ شوی دی.

د اوکراین د پلازمېنې کیف ښاروال ویتالي کلیچکو ویلي، د اوکراین هوايي دفاعي سیستم  د روسیې د پوځ له خوا دغه ښار ته راستول شوې ۷  بې پیلوټه الوتکې تثبیت او له منځه وړي دي.

کلیچکو په خپله ټولنیزه رسنۍ پاڼه  کې په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې  روسي ځواکونو یو ځل بیا پر پلازمینې کییف د بې پیلوټه الوتکې برید کړی دی.

هغه د دې خبرې په ټینګار سره ویلي دي چې د اوکراین د هوايي دفاع ځواکونو ۷ روسي بې پیلوټه الوتکې په هوا کې له منځه وړي، کلیچکو یادونه وکړه چې د ویشتل شوې بې پیلوته الوتکو ټوټې او پارچې  د هولوسیوف په ولسوالۍ کې پر یوه کور غورځیدلي دي.

هغه ویلي دي چې پدې کور کې چاته ته ځاني تلفات ندي اوښتي.



اړوند خبرونه