روسیه : د اوکراین اړوند د اس ۳۰۰ توغندیو پارچې په بیلاروس کې غورځیدلي دي
د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي، له اوکراین څخه بیلاروس ته د S-300 دفاعي سیسټم د توغندیو د پارچو او ټوټو غورځېدل د اندېښنې وړ دي.
د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي، له اوکراین څخه بیلاروس ته د S-300 دفاعي سیسټم د توغندیو د پارچو او ټوټو غورځېدل د اندېښنې وړ دي.
پیسکوف د بیلاروس په خاوره کې د اوکراین اړوند د S-300 سیسټم د توغندیو د پارچو او ټوټو د غورځیدو په اړه په پلازمینه مسکو کې خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
پیسکوف وویل چې د روسیې او بیلاروس پوځي چارواکي په دوامداره توګه د تماس په حال کې دي او معلومات شریکوي.
"په هر حالت کې، دا نه یوازې زموږ لپاره، بلکې زمونږ د بیلاروس شریکانو لپاره د سختې اندیښنې پیښه ده."
پیسکوف اشاره وکړه چې بیلاروس د پیښې په اړه سخت احتجاج وکړ.
د بیلاروس د دفاع وزارت خبر ورکړی چې د اوکراین اړوند د S-300 هوایی مدافع توغندیو سیسټم څخه توغول شوي توغندي د بیلاروس د هوایی دفاع سیسټمونو سره ټکر شوي او د راکټ ټوټې د بریسټ ښار د ایوانوو په سیمه کې د ګوربها کلي ته نږدې په میدان کې ولویدې.
د بیلاروس د بهرنیو چارو وزارت هم په مینسک کې د اوکراین سفیر ایګور کیزیم وزارت ته احضار کړ او او د اوکراین له خاورې څخه د بیلاروس خاورې ته د S-300 سیسټم توغندي توغولو په اړه يي ډیر سخت غبرګون وښود.
ويل کيږي چې په دې پيښه کې چاته ځاني زيان نه دى اوښتى.