د پیرو پخوانی ولسمشر په ۱۸ میاشتو بند محکوم شو
په پیرو کې، د پخواني ولسمشر پیډرو کاستیلو د ۱۸ میاشتو بند سزا، چې د دسمبر په ۷ نیټه د کانګرس لخوا له دنده ګوښه شوی وو، د سترې محکمې لخوا تایید شو.
په پیرو کې، د پخواني ولسمشر پیډرو کاستیلو د ۱۸ میاشتو بند سزا، چې د دسمبر په ۷ نیټه د کانګرس لخوا له دنده ګوښه شوی وو، د سترې محکمې لخوا تایید شو.
د پیرو سترې محکمې کاستیلو ته د ورکړل شوي ۱۸ میاشتنۍ سزا پر وړاندې استیناف غوښتنه رد کړه او پریکړه یې وکړه چې سزا ته دوام ورکړي.
پدې ډول د محکمې لخوا د دسمبر په ۱۶ مه نیټه د کاستیلو د دندې نه د ناوړې استفادې، بغاوت او دسیسو جوړولو جرمونو په اړه حکم تایید شو. د لوی څارنوال مرستیال سلوا ساک راموس وویل چې کاستیلو باید په زندان کې پاتې شي ، "ځکه چې د هغه د تېښتې جدي خطر شتون لري".
محکمې د تېښتې د شک په اساس د پخواني لومړي وزیر انیبال توریس، چې د کاستیلو په دوره کې یې دنده ترسره کوله، د سفر بندیز هم لګولی دی.
له بلې خوا د کاستیلو وکیل د دې پریکړې په اړه غبرګون وښود او ویې ویل چې د هغه موکل داسې جرم نه دی کړی چې د بغاوت لامل شي، او د مخنیوي بند سزا بې اساسه ده.
د محکمې لخوا هغه ته د خپل حکم د اورولو پر مهال کاستیلو استدلال وکړ چې له ده څخه سیاسي غچ اخیستل شوی او ویلي یې دي: «ما هېڅکله د بغاوت جرم نه دی کړی، وسله مې نه ده پورته کړې او نه مې چا ته د ټوپک د کارولو غږ کړی، خو باید ووایم. هغه څوک چې د ۳۰ څخه ډیر پیرویان یې وژلي هغه څوک و چې وسله یې پورته کړه.
د پیرو پخوانی ولسمشر کاستیلو د کانګرس لخوا د "دایمي اخلاقي بې کفایتۍ" په تور استیضاح شو او له دنده ګوښه شو کړ.
د کاستیلو د ګوښه کولو دلیل "د عامه وظیفو غصب کول، د دولتي صلاحیتونو د فعالیت پر وړاندې خنډ جوړول او د اساسي قانون څخه د سرغړونې هڅه" وه.
پیډرو کاستیلو د کانګرس د منحل کولو او د ملي اضطراري حکومت جوړولو پریکړه وروسته توقیف شوی وو.