د امریکا ولسمشر جو بایدن د اسرائیلو نوي حکومت ته خبرداری ورکړ.
بایدن : د نتنیاهو په مشرۍ جوړ شوي نوي حکومت سره په ګډه کار کولو ته سترګې په لاره یو خو د دوو دولتونو د حل لارې پر وړاندې هر ډول خنډ سره سخت مخالفت کوو
د امریکا ولسمشر جو بایدن د اسرائیلو نوي حکومت ته خبرداری ورکړ.
د امریکا ولسمشر جو بایډن ددې خبرې په ټینګار وویل چې د بنیامین نتانیاهو په مشرۍ د اسرائیلو له نوي جوړ شوي حکومت سره کار کولو ته سترګې په لاره دی، خو امریکا به د هغو سیاستونو سره مخالفت ته دوام ورکړي چې د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د دوو دولتونو حل لاره له خطر سره مخامخ کړي.
په اسرائیلو کې د بنیامین نتنیاهو په مشرۍ د ښي اړخو ایتلاف له پارلمان څخه د باور رایه ترلاسه کړه. په دې توګه نتانیاهو د شپږم ځل لپاره د دغه هېواد لومړی وزیر شو.
د امریکا ولسمشر جو بایډن ی وروسته له هغه چې د اسرائیلو پارلمان د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په مشرۍ نوی حکومت ته د باور رای ورکړه بیان خپور کړ.
د امریکا مشر په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې "زه د لومړي وزیر نتانیاهو سره چې د لسیزو راهیسې زما ملګری دی په ګډه کار کولو ته سترګې په لار یم، ترڅو په ګډه د ډیرو ننګونو او فرصتونو سره چې اسراییل او د منځني ختیځ سیمه ورسره مخ ده، د ایران د ګواښونو په ګډون په ګډه کار وکړو."
بایډن ټینګار کړی دی چې امریکا د یو متحد، سوکاله او خوندي او باامنه منځني ختیځ لپاره کار کړی او کوي. ددې مفکورې نه د ملاتړ په موخه دوی له اسرائیلو، فلسطین او نورو سیمه ییزو ملګرو سره په ګډه کار کوي او دا کار به د اسرائیلو له نوي حکومت سره چې نتنیاهو يي مشري یې کوي، دوام ورکړي.
بایډن خبرداری ورکړ "لکه څنګه چې واک ته د رسیدو نه راپدیخوا مو ترسره کړي دي ، امریکا به په منځني ختیځ کې د دوه دولتونو د حل لارې نه ملاتړ ته دوام ورکړي او د هغو پالیسیو سره به په شدت مخالفت وکړي چې زمونږ د متقابلو ګټو او ارزښتونو سره د هغې پایښت له خطر سره مخامخ کوي."