د جنوبي چین په سمندر کې د چین جنګي الوتکو د امریکا کشفي الوتکې وځورولې.

د جنوبي چین سمندر  د امریکا او چین د جنګي الوتکو تر منځ د خطرناک تماس شاهدي وکړه. ويل شوې چې د امريکا کشفي الوتکه په وروستۍ شېبه کې د چين د هوايي ځواک له جنګي الوتکې سره له ټکره ځان وژغوره.

1925575

د پنټاګون لخوا په خپور شوي  یوه بیان کې ویل شوي دي چې  د جنوبي چین په سمندر کې د چین د جنګي الوتکې پیلوټ په قصدي ډول د امریکا د RC-135 ډوله کشفي الوتکې په لور الوتنه وکړه.

په بیان کې راغلي دي چې چې امریکايي الوتکې د احتمالي ټکر د مخنیوي لپاره د تېښتې مانور اجراء کړی دی. ویل شوي چې دا پيښه  د دسمبر په ۲۱ مه  نیټه رامنځته شوې وه. د پېښې پر مهال د دواړو الوتکو تر منځ واټن تر ۶ مترو کم و. د واشنګټن ادارې بیجینګ د هوايي چلند له اصولو څخه په سرغړونې او پارونې تورن کړ.

اړوند خبرونه