لاوروف : یونان زمونږ د اجازې پرته یونان ته اس ۳۰۰ هوايي دفاعي سیستم ورکولی نشي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، یونان د روسیې له اجازې پرته بل هېواد ته د S-300 ډوله هوايي دفاعي سیستم  د لېږد او ورکولو  حق نه لري.

1925068
لاوروف : یونان زمونږ د اجازې پرته یونان ته اس ۳۰۰ هوايي دفاعي سیستم ورکولی نشي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، یونان د روسیې له اجازې پرته بل هېواد ته د S-300 ډوله هوايي دفاعي سیستم  د لېږد او ورکولو  حق نه لري.

لاوروف د روسیې د دولتي ټلویزیون پروي سره په مرکه کې وکړې. هغه  د اجنډا د مسلو په ارزولو کې، د یونان  لخوا اوکراین ته د  S-300 هوایی دفاع سیسټمونه د ورکولو د احتمال په اړه هم څرګندونې وکړې.

لاوروف وویل چې "مونږ خپل سفیر ته لارښوونه وکړه چې د یونان د بهرنیو چارو وزارت او د دفاع وزارت دا خبره ورپه یاده کړي چې  د S-300 هوایی دفاع سیسټمونه یونان ته ورکړل شوي دي. د تړون له مخې، یونان زمونږ له اجازې پرته هیچا ته د دې سیسټمونو د سپارلو حق نه لري." یونانیانو ته یې یادونه وکړه، دوی مونږ ته وویل چې دوی خپلو ژمنو ته پام کوي."

لاوروف اوکراین ته د پیټریوټ سیسټمونو لیږلو لپاره د امریکا د پریکړې په اړه وویل،

"مونږ د خپل سفارت له لارې د امریکایانو وپوښتل چې ایا د  پیټریوټ سیسټمونو د کارولو  په خاطر به  امریکایی متخصصین په اوکراین کې میشت شي او که نه ؟ ځکه چې د پیټریوت سیستم کارول اسانه ندي دا یو خورا پیچلی او سخت سیستم دی. دوې مونږ ته یو ډیر هر اړخیز ځواب راکړ او وویل چې نه زمونږ متخصصین به اوکراین ته لاړ نشي. ځکه چې هغوې نه غواړي چې د روسیې سره په مخامخ جګړه کې ښکیل شي.هغوې وویل دا سیستم به هله فعاله شي چې اوکرایني ځواکونو ددې سیستم د کارولو روزنه ترلاسه کړي.

لاوروف د روسیې او اوکراین ترمنځ د خبرو اترو په اړه وویل چې دوی له اوکراین سره خبرو اترو ته چمتو دي، خو امریکا دا اجازه نه ورکوي.

سرګي لاوروف د ډیپلوماټیکو موافقو د وړاندیزونه د ردولو په اړه وویل ، چې دا تړونونه به هله ممکن وي که چې  دونیتڅک، لوهانسک، خرسون او زاپورزیه سیمې د روسیې د خاورې په توګه ومنل شي.

لاوروف زیاته کړه چې دوی غواړي د اوکراین شاوخوا وضعیت ژر تر ژره حل کړي.



اړوند خبرونه