په کوسووا کې د ناټو سوله ساتو ځواکونو اعلان وکړ چې د ګزمې ټیمونو ته نږدې د ډزو غږونه اوریدل شوي.

د کوسووا او صربستان ترمنځه اړیکې یو ځل بیا ترینګلي شوي دي

1923602
په کوسووا کې د ناټو سوله ساتو ځواکونو اعلان وکړ چې د ګزمې ټیمونو ته نږدې د ډزو غږونه اوریدل شوي.

په کوسوا کې د ناټو سوله ساتو ځواکونو اعلان وکړ چې د ګزمې ټیمونو ته نږدې د ډزو غږونه اوریدل شوي.

په کوسووا کې د ناټو سوله ساتو ځواکونو  ځايي رسنیو ته تایید کړه چې د هیواد په شمال کې د دوی سرتیرو ګزمې ته نږدې د ډزو غږونه اوریدل شوي، خو  په پیښه کې هیڅ ډول مرګ ژوبله نده رامنځته شوې.

له بلې خوا د کووسوا پولیسو د دغه هېواد په شمال کې د زوبین پوتوک په یوه وسله واله جګړه کې لاس لرل په کلکه توګه رد کړي دي.

د کووسوا د ولسمشر وجوسا عثماني د کابینې مشر لریم ویلا، وویل:

"په صربستان  کې رژیم پلوه رسنۍ هڅه کوي په کووسوا کې د زوبین پوټوک سره نږدې د جګړې په اړه د جعلي خبرونو په خپرولو سره وسله والې شخړې ته لمن ووهي."

د کوسووا د کورنیو چارو وزیر ژیلال سویچلا د هیواد په شمال کې د خنډونو د لیرې کولو غوښتنه تکرار کړه.

د صربستان ولسمشر الکساندر ووچیچ د لومړي وزیر انا برنابیک او د لوی درستیز میلان موجیلوویچ سره وکتل.

موجسیلوویچ یادونه وکړه چې له ووچیچ سره په خبرو کې اصلي موضوع د کوسووا په شمال کې عمومي وضعیت دی.

د صربستان رسنیو اعلان وکړ چې  ماښام په ساعتونو کې په زوبین پوتوک کې د ډزو غږونه اوریدل شوي، او دا ډزې د کووسوا پولیسو لخوا  په شمال کې د خنډونو د لرې کولو د هڅې پر مهال شوي دي.

صربستان  کوسووا د خپلې خاورې په توګه ګڼي، چې په ۲۰۰۸ کال کې یې خپلواکي اعلان کړه.

صربستان او کووسوا چې وخت په وخت سره نښتې کوي، هڅه کیږي چې  د اړیکو د عادي کولو او په نهایت کې د دواړو هیوادونو لپاره د بلګراد - پرشتینا ډیالوګ پروسې په چوکاټ کې  چې په ۲۰۱۱ کال کې د اروپایی اتحادیې په منځګړیتوب کې پیل شوي یو بل سره وپیژني.


پيوندونه: #ناټو , #کوسوا , #صربستان

اړوند خبرونه