په پاریس کې وسله وال برید شوی
د فرانسې په پلازمینه پاریس کې وسله وال برید شوی دی.
1923013
د فرانسې په پلازمینه پاریس کې وسله وال برید شوی دی.
د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د یو ۷۰ کلن کس لخوا په شاوخو خلکو د ټوپک سره د ډزو له امله لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
پولیسو ویلي دي چې دا پيښه د پلازمینې په لسمه ناحیه کې د انجین په کوڅه کې رامنځته شوې ده .
د لومړنیو معلوماتو له مخې په برید کې ۲ تنه وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.
د پاریس د پولیسو لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې یو کس د برید په ځای کې نیول شوی دی.
بیان ویل شوي دي چې د امنیتي دلایلو له مخې د ژغورنې ډلو کوڅه تخلیه کړې ده
د برید د هدف په اړه تر اوسه په رسمي توګه څه نه دي ویل شوي.
اړوند خبرونه
د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ۲۴ کلونو وروسته په رسمي سفر شمالي کوریا ته ولاړ.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په هوايي ډګر کې د پوتین هرکلی وکړ.