د امریکا ولسمشر د اوکراین ولسمشر ته ډاډ ورکړ چې اندیښنه دې نکوي ، امریکا د هغه ترڅنګ ولاړ ده

د امریکا ولسمشر جوبایډن د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ته  ډاډ ورکړ چې انديښنه مکوه تر څو چې اوکراین خپل مقامت ته دوام ورکوي، موږ به د اوکراین تر څنګ دریدو ته دوام ورکړو.

1922208
د امریکا ولسمشر د اوکراین ولسمشر ته ډاډ ورکړ چې اندیښنه دې نکوي ، امریکا د هغه ترڅنګ ولاړ ده

د امریکا ولسمشر جوبایډن د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ته  ډاډ ورکړ چې انديښنه مکوه تر څو چې اوکراین خپل مقامت ته دوام ورکوي، موږ به د اوکراین تر څنګ دریدو ته دوام ورکړو.

د اوکراین ولسمشر زیلینسکي او د امریکا ولسمشر بایډن په سپینه ماڼۍ کې له دوه اړخیزې ناستې وروسته ګډ خبري کنفرانس وکړ.

په دې کتنه کې بایډن وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په اوکراین کې د مهمو بنسټونو په نښه کولو سره جګړه نوره هم زیاته کړې ده.

بایډن وویل چې د اوکراین خلکو روسیې او نړۍ ته له خپل هیواد سره خپله مینه او د جګړې په ترڅ کې چې له څه باندې ۳۰۰ ورځو راهیسې دوام لري خپل ثابت عزم څرګند کړ.

بایډن له اوکراین سره د امریکا د مرستو د لنډیز په ترڅ کې یادونه وکړه چې هېواد به یې له اوکراین سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

بایډن، زیلینسکي ته مخ شو او وویل چې "ښاغلی ولسمشر، تاسو اندیښنه مکوۍ ،  تر څو چې اوکراین خپل مقامت ته دوام ورکوي، موږ به د اوکراین تر څنګ ودریږو." زیلینسکي وویل چې "د جګړې په وروستیو دېرشو ورځو کې، موږ له امریکا سره په خپلو اړیکو کې یو نوي پړاو ته داخل شوي یو  او موږ رښتیني متحدان شو."

زیلینسکي له اوکراین څخه د بایډن د ملاتړ له امله مننه وکړه او ویې ویل چې د پټریوټ هوايي دفاعي سیستم د دوی لپاره خورا مهم دی.

د اوکراین ولسمشر ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د روسیې ولسمشر پوتین ته  کوم پیغام لري ؟ وویل ،

"کله چې زه ولسمشر شوم ، په ۲۰۱۹ کال  کې مو  له پوتین سره په نورماندي کې ولیدل، ما ورته وویل چې زموږ پر هیواد باید هر اړخیز یرغل ونشي، دوی باید د تیري مخه ونیسي او مونږ باید د اوسنیو ستونزو لپاره ډیپلوماټیک حل ولټوو. د دې لپاره چې زمونږ د هېواد ځمکنۍ بشپړتیا تضمین شي او خدای مه کړه چې په کومه جګړه کې ښکیل نشو. " هغه ماته په ځواب کې ویلي وو چې داسې  څه به ونشي . جګړه به ونشي.   مګر هغه دروغ ویلي وو. زه په دې حالت کې هغه ته څه پیغام استولی شم؟"



اړوند خبرونه