د تورکیې اف ۱۶ الوتکو یوناني الوتکو ته سخت ځواب ورکړ

د تورکیې هوايي ځواکونو د یونان هغو الوتکو ته ځواب ورکړ چې هڅه یې کوله په ایژې سمندر کې د ناټو د الوتنو مخه ونیسي.

1921148
د تورکیې اف ۱۶ الوتکو یوناني الوتکو ته سخت ځواب ورکړ

د تورکیې هوايي ځواکونو د یونان هغو الوتکو ته ځواب ورکړ چې هڅه یې کوله په ایژې سمندر کې د ناټو د الوتنو مخه ونیسي.

د تورکیې د ملي دفاع وزارت  لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د تورکیې د هوايي ځواک اړوند ۱۴ F-16 ډوله الوتکې، یو HİK، یو KC-135 ټانکر او د CASA د لټون او ژغورنې الوتکو د ناټو اړوند E3-A AWACS الوتکې سره د پلان په مطابق د  ناټو د ماموریت په چوکاټ کې الوتنه کوله .

په اعلاميه کې ويل شوي چې د دې ماموريت لپاره ٢٤ ساعته مخکې د ناټو غړیو او  متحدينو هیوادونو ته لازم معلومات ورکړل شوي وو.

"یوناني الوتکو یو ځل بیا هڅه وکړه چې د ناټو د هوايي ماموریت مخه ونیسي چې  زمونږ هوايي ځواک ورته سمدلاسه لازم  ځواب ورکړ. په داسې حال کې چې ددې ماموریت  په چوکاټ کې د تورکیې الوتکو دایژې سمندر  په نړیوال فضا کې خپلو الوتنو ته دوام ور کولو د ، د یونان اړوند د ۵ مختلفو هوایی اډو څخه F-16 الوتکو د الوتنو په کولو سره د تورکیې الوتکو باندې  د رادار د قلفونو په لګولو سره د ماموریت د مخنیوي هڅه وکړه. د یونان د لوري د ټولو خنډونو او تیریو سره سره زمونږ الوتکو  د ناټو د ماموریت په چوکاټ کې خپلو الوتنو ته دوام ورکړ او خپل ماموریت يي په بریالیتوب سره سرته ورسو. ددې ماموریت د سرته رسولو په خاطر  د تورکیې  د  دالامان او اق هیسار د هوايي هډو  څخه نورو اف ۱۶ الوتکو الوتنه وکړه او یوناني الوتکو ته سخت ځواب ورکړ. زمونږ الوتکو په بریالیتوب سره د ناټو د نیکسس ACE ماموریت بشپړ کړ او په خوندي توګه خپلو اډو ته راستې شوې."


پيوندونه: #ناټو , #تورکیه , #یونان

اړوند خبرونه