د اوکراین ولسمشر : په دوننتڅک کې د بهموت ښار دفاع زمونږ لپاره ځانګړی اهمیت لري

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، چې دا مهال  ددوې لپاره په دونیتڅک سیمه کې د روسیې پر ضد د روانې جګړې په لومړۍ کرښه کې د بهموت ښار دفاع ځانګری اهمیت لري.

1920501
د اوکراین ولسمشر : په دوننتڅک کې د بهموت ښار دفاع زمونږ لپاره ځانګړی اهمیت لري

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، چې دا مهال  ددوې لپاره په دونیتڅک سیمه کې د روسیې پر ضد د روانې جګړې په لومړۍ کرښه کې د بهموت ښار دفاع ځانګری اهمیت لري.

زیلینسکي د خپل ټیلیګرام پاڼې له لارې په خپور کړي ویډیويي پیغام کې د روسیې او اوکراین ترمنځ د روانې جګړې د پرمختګونو په اړه  ارزونې کړي دي. زیلینسکي په دې خبرې سره چې پرون یې د دفاعي ځواکونو له چارواکو سره وکتل او د جګړې په لومړۍ کرښه کې یې د وضعیت په اړه خبرې وکړې، وویل چې پر اوکراین د روسیې سخت بریدونه دوام لري.

زېلېنسکي دې ته اشاره وکړه چې د روسيې پوځ په تېره بيا د دونيتڅک په سيمه کې د بهموت ښار د نيولو لپاره له تاوتريخوالي ډکو بريدونو ته دوام ورکوي.

"د بهموت لار کلیدي ښار دی. ښار زمونږ په واک کې دی، خو یرغلګر تر خپله وسه هڅه کوي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې هلته یو دیوال هم پاتې نه شي."

زیلینسکي یادونه وکړه چې دوی د محاذ په نورو نقطو کې د روسیې ځواکونو سره جګړې ته دوام ورکوي.

"مونږ په تدریجي ډول په سویل کې په زاپوروزای سیمه، د خرسون سیمه کې، په عمومي توګه د یرغلګرو قوت او طاقت ضعیفه کوو او ماتوو."

زیلینسکي ویلي چې د پوځ له چارواکو سره له روسیې او بیلاروس سره د اوکراین د پولو د امنیتي وضعیت په اړه هم خبرې کړې دي، «مونږ د ټولو ممکنه دفاعي سناریوګانو لپاره چمتووالی لرو.

زیلینسکي وویل چې دوی د اوکراین په نوښت په ژمي کې د "سولې لپاره سرمشریزه" په اړه د نړیوال کنفرانس د جوړولو لپاره کار پیل کړی، د ملګرو هیوادونو مشرانو ته یې بلنه ورکړه چې په دې سرمشریزه کې ګډون وکړي.



اړوند خبرونه