د کاناډا په ټورنټو ښار کې د ډزو له امله پنځه تنه وژل شوي دي.

په تورنتو کې د وسله وال برید له امله ګنشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

1920469
د کاناډا په ټورنټو ښار کې د ډزو له امله پنځه تنه وژل شوي دي.

 د کاناډا په ټورنټو ښار کې د ډزو له امله پنځه تنه وژل شوي دي.

د یارک سیمې پولیسو په یوه بیان کې ویلي، چې د اونټاریو په سیمه کې په یوه اپارتمان کې وسله وال برید شوی .

په خبرپاڼه کې راغلي چې په برید کې ۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ویل شوي چې بریدګر د پولیسو په ډزو کې وژل شوی دی.

په خبرپاڼه کې یادونه شوې چې پدې برید کې یو تن ټپي شوی دی چې په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

پولیس تر اوسه نه دي توانیدلي چې د بریدګر هویت معلوم کړي چې د اپارتمان اوسیدونکی دی. د پېښې په اړه څېړنې دوام لري.

په کاناډا کې دا ډول بریدونه په نادر ډول سره رامنځته کیږي. ټورنټو له اوږدې مودې راهیسې د نړۍ یو له خورا خوندي ښارونو څخه پیژندل شوی.



اړوند خبرونه