زیلینسکي ویلي، د اوکراین پر ضد د روسیې په جګړه کې تر اوسه ۱۸۴ اوکرایني ورزشکاران وژل شوي دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، د اوکراین پر ضد د روسیې په جګړه کې تر اوسه ۱۸۴ اوکرایني ورزشکاران وژل شوي دي.

1919079

زیلینسکي د خپل ټیلیګرام پاڼې له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې هغه د المپیک نړیوالې کمیټې  مشر توماس باخ سره تلیفوني خبرې کړې دي.

زیلینسکي  باخ  ته د هغو اوکرایني ورزشکارانو په اړه چې د جګړې له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړی اړه معلومات ورکړل. زیلینسکي وویل، د فبرورۍ له میاشتې راهیسې ۱۸۴ اوکرایني ورزشکاران د روسیې د بریدونو په نتیجه کې وژل شوي دي.هغه ویلي دي چې  روسیه له سپوري فعالیتونو څخه د تبلیغاتي موخو لپاره کار اخلي.

زیلینسکي وویل چې دوی په اوکراین کې د جګړې پرمهال د زیانمن شوي سپورت زیربناوو د ترمیم په اړه هم خبرې وکړې.

هغه ددې خبرې په ټینګار سره وویل چې  د سپورت په ډګر کې باید په  روسیه محدودیتونه ولګول شي.  "د یو ترهګر دولت لپاره مناسب ځواب یوازې په نړیوال ډګر کې بشپړه  انزوا کیدی شي، دا په ځانګړې توګه د نړیوالو سپورتي فعالیتونو په ډګر کې هم باید وشي.

اړوند خبرونه