په تایوان کې د ریښتر په کچه ۶،۲ درجې په شدت سره زلزله شوې ده.
په ټایوان کې زوروره زلزله رامنځته شوه
1919109
په تایوان کې د ریښتر په کچه ۶،۲ درجې په شدت سره زلزله شوې ده.
د ټایوان د هوا پېژندنې ادارې د زلزلې د مرکز لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا زلزله د تایوان ټاپو په ختیځ ساحل کې د هوالیان ښار په ۲۹.۱ کیلومترۍ کې شوې ده.
په خبرپاڼه کې د زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۶ عشاریه ۲ ښودل شوی دی . ویل کیږي زلزله د سمندر په ساحل کې د ۵ عشاریه ۷ کیلومترو په ژوروالي کې رامینځته شوې ده. زلزله په تایپي او د هغې په شمال کې د هوالین په څیر په سیمو کې هم احساس شوې.
تر اوسه د زلزلې له امله د کوم ځاني او مالي زیان راپور نه دی ورکړل شوی.
د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې د دغې زلزلې شدت ۵.۹ ښودلی دی.
په تايوان کې د سپتمبر په اتلسمه نېټه د ريښتر په کچه د ۶،۸ درجې شدت سره زلزله رامنځته شوې وه چې په نتیجه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.