د پولنډ ولسمشر اروپايي ټولنې ته د روسیې پر خلاف د خپل ټول ځواک د کارولو غوښتنه وکړه

د پولنډ لومړي وزیر ماتیس مورا ویڅکي د اروپايي اتحادیې له شریکانو وغوښتل چې زړور واوسي او خپل اقتصادي ځواک د روسیې پر ضد وکاروي.

1919225
د پولنډ ولسمشر اروپايي ټولنې ته د روسیې پر خلاف د خپل ټول ځواک د کارولو غوښتنه وکړه

د پولنډ لومړي وزیر ماتیس مورا ویڅکي د اروپايي اتحادیې له شریکانو وغوښتل چې زړور واوسي او خپل اقتصادي ځواک د روسیې پر ضد وکاروي.

موراویڅکي دا څرګندونې  د اروپا او سویل ختیځ آسیا د هیوادونو د ټولنې (آسیان) د مشرانو له غونډې وروسته چې د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د دوه اړخیزو اړیکو د ۴۵مې  کلیزې په مناسبت جوړه شوه وکړې.

موراویڅکي د دې خبرې په ټینګار  سره وویل  چې د اوکراین په وړاندې د روسیې تیری چې د فبرورۍ له ۲۴ راهیسې دوام لري، په غونډو کې وغندل شو. هغه وویل

"دا تشریح یا بیانول  چې دا تیری په واقعیت سره د څه په اړه دی ،  د اتحاد جوړولو یوه مهمه برخه ده."

د پولنډ لومړي وزیر ټینګار وکړ چې د طبیعي ګاز او انرژۍ بیې باید د امکان تر حده کمې شي.

"پدې دومره وخت کې په اروپا کې پدې پیمانه همغږۍ شتون نه درلود. له همدې امله، زه د اروپايي ټولنې  له ملګرو څخه غوښتنه کوم چې نور هم زړور شي، په ساده ډول د هغه اقتصادي ځواک څخه کار واخلي چې اروپايي ټولنه یې په کونجونو کې پټوي."

د اروپا – اسیان  د مشرانو د غونډې په چوکاټ کې چې پرون ترسره شوه، د اروپا او ټایلنډ  ترمنځه د شراکت او  همکارۍ تړون او د اروپا -مالیزیا ترمنځه د شراکت او همکارۍ تړون لاسلیک شو.

د تړونونو موخه د چاپیریال، انرژۍ، د اقلیم بدلون، ټرانسپورټ، ساینس، ټیکنالوژۍ او سوداګرۍ په شمول د مختلفو مسلو په اړه سیاسي ډیالوګ ته وده ورکول دي.



اړوند خبرونه