د امریکا او افریقايي هیوادونو د مشرانو درې ورځنۍ سرمشریزه پیل شوه
د امریکا او افریقايي هیوادونو د مشرانو سرمشریزه چې په واشنګټن کې جوړه شوې ده دوام لري. د سرمشریزې لومړنۍ ورځ پایته ورسیده.
د امریکا او افریقايي هیوادونو د مشرانو سرمشریزه چې په واشنګټن کې جوړه شوې ده دوام لري. د سرمشریزې لومړنۍ ورځ پایته ورسیده.
د امریکا د متحده ایالتونو د ولسمشر جو بایډن په بلنه په پلازمېنه واشنګټن کې د څه باندې ۵۰ افریقايي هیوادونو د مشرانو په ګډون جوړه شوې د امریکا او افریقا د مشرانو سرمشریزه چې درې ورځې به دوام وکړي پرون يي لومړنۍ ناسته پای ته ورسېده.
پرون ددې سرمشریزې په لومړۍ ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د دفاع وزیر لویډ آسټن کوربه توب وکړ.
بلینکن، چې سهار د افریقایي ځوانانو او مدني ټولنې په په اړه غونډو کې برخه اخیستې وه، د امریکا او افریقایي هیوادونو ترمنځ د فضايي همکارۍ په اړه د لوړې کچې په غونډه کې ګډون وکړ.
نایجیریا او روانډا لومړني افریقایي هیوادونه دي چې د امریکا سره یې فضايي تړونونه لاسلیک کړل .
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بلینکن او د دفاع وزیر آسټن هم د ورځې په اوږدو کې د سولې، امنیت او حکومتدارۍ په فورم کې ګډون وکړ.
د موزمبیق، نایجر او سومالیا ولسمشرانو هم په غونډه کې د ویناوالو په توګه ګډون وکړ.
په غونډه کې د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو او د افریقايي هېوادونو مشرانو د امنیت، ثبات او تلپاتې دیموکراسۍ د ادغام په اړه خبرې وکړې.
د سرمشریزې په څنډه کې، بلینکن او آسټین د نایجر ولسمشر محمد بازوم، د سومالیا ولسمشر حسن شیخ محمود او د جیبوتي ولسمشر اسماعیل عمر جلیه سره وکتل.
د بهرنيو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ليدنه کې د درېيو هېوادونو چې امريکايي سرتېري پکې مېشت دي، د امنيت، اقتصادي پراختيا او بشري حقونو ته د درناوي په اړه خبرې وشوې. بلینکن د ایتوپیا له صدراعظم ابی احمد سره هم وکتل.
اړوند خبرونه
په هالنډ کې د اسلام په اړه د خلکو لیوالتیا ډیره شوې
په هالنډ کې په زرګونو تنو د هالنډي ترجمې سره قرانکریم وویشل شول