په ایټالیا کې وسله وال برید شوی
د ایټالیا په پلازمینه روم کې په یوه کافې شاپ کې د اپارتمان په غونډه وسله وال برید شوی چې په نتیجه کې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
![په ایټالیا کې وسله وال برید شوی](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/cb43/3b3e/22f4/6396cef93e1c6.jpg?time=1718806947)
د ایټالیا په پلازمینه روم کې په یوه کافې شاپ کې د اپارتمان په غونډه وسله وال برید شوی چې په نتیجه کې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د روم امنیتي مسئولینو ویلي دي چې په ډیرې خواشینۍ سره چې پدې برید کې ۳ تنو میرمنو ژوند د لاسه ورکړی او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي. برید کوونکی هم نیول شوی دی.
ویل کیږي برید کوونکی ۵۷ کاله عمر لري او هغه د اپارتمان د ادارې سره ستونزه درلوده . برید کوونکی د پولیسو لخوا نیول شوی دی.
د روم ښاروال رابرټو ګالټیري دا پیښه "وحشتناک تاوتریخوالی" وباله او اعلان یې وکړ چې دوی به نن دوشنبه فوق العاده غونډه وکړي.
ویل کیږي برید کوونکی مخکې له دې چې پولیس د پېښې ځای ته ورسېږي په کافې شاپ کې د خلکو له خوا بې وسلې شو. همداشان د ټپیان نه هم د یو تن روغتیايي حالت ښه ندی.
د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني د قربانیانو کورنیو ته د خواخوږۍ پیغام واستاوه، او اعلان یې وکړ چې ددې پيښې د قربانیانو نه نیکولتا ګولیسانو د هغې نږدې ملګرې وه.
اټکل کیږي چې بریدګر دا تومانچه چې په برید کې کارولې له یو پولیګون نه غلا کړې وه.
لومړي وزیر میلوني ویلي چې پولګون تړل شوی او تحقیقات دوام لري.
په داسې حال کې چې پولیسو دا نه ده څرګنده کړې چې برید ولې شوی، خو سیمه ییزو رسنیو ادعا کړې چې بریدګر د اپارتمان له مدیریت سره ستونزه درلوده.
اړوند خبرونه
![د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/b6c4/67e4/c1e5/66615bc834834.jpg?time=1718806947)
د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ۲۴ کلونو وروسته په رسمي سفر شمالي کوریا ته ولاړ.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په هوايي ډګر کې د پوتین هرکلی وکړ.