په ناټو سازمان کې د فنلنډ او سویډن د غړیتوب د بهیر په اړه د بلینکن څرګندونې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي، تورکیې په ناټو کې د فنلنډ او سویډن د غړیتوب په اړه مهمې امنیتي اندېښنې راپورته کړې او د دغو اندېښنو د حل لپاره یې له دې پروسې اغېزمنه ګټه پورته کړې ده

1916722
په ناټو سازمان کې د فنلنډ او سویډن د غړیتوب د بهیر په اړه د بلینکن څرګندونې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي، تورکیې  په ناټو کې د فنلنډ او سویډن د غړیتوب په اړه مهمې امنیتي اندېښنې راپورته کړې او د دغو اندېښنو د حل لپاره یې له دې پروسې اغېزمنه ګټه پورته کړې ده.

بلنکن د فنلنډ د بهرنیو چارو له وزیر پیکا هاویستو او د سویډن د بهرنیو چارو له وزیر توبیاس بیلسټروم سره تر لیدو وروسته له خپلو سیالانو سره ګډه خبري غونډه وکړه. بلینکن د دې  خبرې په څرګندولو سره  وویل چې فنلنډ او سویډن د ناټو سازمان غړیتوب ته  چمتو دي.

همداشان بلینکن هغه تورونو ته چې  ګواکې تورکیې ددې دوو هیوادونو د غړیتوب بهیر ځنډولی ځواب ووایه.

بلینکن ددې خبرې په ټینګار سره وویل چې  چې د ناټو په سازمان کې تر اوسه پورې د بل هیڅ کوم هیواد  د غړیتوب بهیر د دغو دوو هېوادونو د غړیتوب بهیر په څېر چټک پرمختګ نه دی کړی او دا بهیر په سمه توګه دوام لري.

هغه وویل چې   تورکیې په دې بهیر کې مهمې امنیتي اندیښنې څرګندې کړي دي. او دغه بهیر د دغو اندیښنو د حل لپاره په اغیزمنه توګه کارول کیږي.

 دواړه هیوادونو وکولای شول چې له تورکیې او ناټو سره په ګډه د دغو اندیښنو د حل لپاره کوټلې ګامونه اوچت کړي.

زه ډاډه یم چې دا  بهیر به مخ په وړاندې لاړ شي. دا  بهیر په ډیر سالمه توګه په یوه مناسبه پروسه کې پرمختګ کوي او مونږ به دوی ډیر ژر د غړو په توګه وګورو.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې امریکا ولې په دې مسله کې نور دخیل نه ده؟  وویل،  دا د امریکا او تورکیې ترمنځ دوه اړخیزه مسله نه ده او امریکا به دا مسله په دوه اړخیزه مسلې بدله  هم نه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې ټول اتحاد د غړو د استخدام په پروسه کې ښکیل دی او دوی د تورکیې د اندیښنو د حل کولو د پروسې ملاتړ کوي. بلینکن دا هم وویل چې ترکیه مشروع امنیتي اندیښنې لري او دوی پدې پوهیږي. د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر هاویستو وویل چې ټول متحدین یې امنیتي اندیښنې جدي نیسي. د سویډن د بهرنیو چارو وزیر بلستروم هم ویلي چې دی به ډېر ژر پلازمېنې انقرې ته سفر وکړي او په دغه هېواد کې د بېلتون غوښتونکي ترهګرې ډلې PKK د شتون او د یاد تړون د غوښتنو د پوره کېدو په اړه به د تورکیې  سره  د هغوې په  اندېښنو خبرې وکړي.



اړوند خبرونه