د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي چې ناټو په اوکراین کې جګړه اوږدوي.
روسیه : ناټو پر اوکراین جګړه تحمیلوي
د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي چې ناټو په اوکراین کې جګړه اوږدوي.
"ناټو اوس هم د اوکراین پر رژیم باندې جګړه تحمیلوي، د وروستي اوکرایني وګړي د پاتې کیدو پورې جګړې ته ترجیح ورکوي، اوکراین ته وسلې لیږي."
پیسکوف دا څرګندونې په پلازمېنه مسکو کې د مهمو او تازو مسایلو په اړه خبریالانو ته وکړې.
"ناټو اوس هم د اوکراین پر رژیم باندې جګړه تحمیلوي، د وروستي اوکرایني وګړي تر پاتې کیدو جګړې ته ترجیح ورکوي، اوکراین ته وسلې لیږي."
هغه وویل، "په دې توګه، ناټو جګړه اوږدوي او د اوکراین د ادارې لپاره وضعیت پیچلی کوي."
پېسکوف په اوکراین کې د روسیې د کړنو د څېړلو لپاره د یوې محکمې د جوړولو لپاره د اروپايي ټولنې هڅو ته هم اشاره وکړه.
"دا هڅې به هیڅ مشروعیت ونه لري. دا هڅې به زمونږ لخوا ونه منل شي او مونږ يي غندو."
د اروپايي کمیسیون مشرې اروسلا فون دیر لاین پرون په یوه بیان کې وویل چې په اوکراین کې د روسیې له خوا د ترسره شویو جنګي جنایتونو د څېړلو لپاره باید ځانګړې محکمه جوړه شي.