روسیې د اوکراین پر پلازمینې کیف ۳۱ د کروز توغندیو بریدونه کړي
د اوکراین د ملي پولیسو مشر ایګور کلیمینکو ویلي چې د روسیې د پوځ له خوا د پرونیو توغندیزو بریدونو په پایله کې ۶ تنه وژل شوي او ۳۶ نور ټپیان شوي دي.
1910299
د اوکراین د ملي پولیسو مشر ایګور کلیمینکو ویلي چې د روسیې د پوځ له خوا د پرونیو توغندیزو بریدونو په پایله کې ۶ تنه وژل شوي او ۳۶ نور ټپیان شوي دي.
د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو ویلي، د روسیې پوځ ۳۱ کروز توغندي پر پلازمېنې کیف توغولي، چې ۲۱ یې د اوکراین د هوايي دفاعي سیسټم له خوا شنډ او له منځه وړل شوي دي.
د اوکراین د ملي پولیسو مشر ایګور کلیمینکو ویلي، د روسیې پوځ ۱۶ مهم بنسټیز تاسیسات په نښه کړي، په دغو بریدونو کې ۶ کسان وژل شوي او ۳۶ نور ټپیان شوي دي.
د اوکراین د انرژۍ شرکت یوکرینرګو په یوه بیان کې ویلي، چې د روسیې د پوځ د راکټي بریدونو په پایله کې په ټول هېواد کې د اوبو او برېښنا جریان پرې شوی دی.