په امریکا کې په یوې مغازه کې د وسله وال برید له امله لږ تر لږه لسو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
په امریکا کې په یوه مغازه کې د ډزو له امله ګنشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
1909925
په امریکا کې په یوې مغازه کې د وسله وال برید له امله لږ تر لږه لسو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د امریکا په ویرجینیا ایالت کې د پرچون پلورنځیو د یو زنځیر مدیر په خپلو کارکوونکو ډزې کړي دي.
د پېښې د عیني شاهدانو د وینا له مخې مدیر وقفې خونې ته د ننوتو نه وروسته په مغازه کې پر نورو کارکوونکو ډزې وکړې.
په پېښه کې د بریدګر په ګډون لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي دي.
پولیسو ویلي دي چې دا پیښه په ځايي وخت د شپې په لس بجې رامنځته شوې ده .
تر ۴۰ ډیر د ژغورنې او روغتیايي پرسونل او امبولانسونه سیمې ته استول شوي دي.
شاوخوا دوه اونۍ وړاندې هم د ویرجینیا په پوهنتون کې ډزې شوې وې. د کالج زده کونکي کریسټوفر ډارنیل جونز د ښوونځي په بس باندې ډزې وکړې چې د فوټبال زده کونکي یې لیږدول.
د ډزو په پایله کې د فوټبال ټیم درې زده کوونکي وژل شوي وو.