شمالي کوریا یو ځل بیا یو اوږد واټنه بالستیک توغندی وازمایه.
سویلي کوریا او جاپان خبر ورکړی چې شمالي کوریا د لویو وچو نه تیریدونکی بالستیک توغندي ازمایلی دی.
شمالي کوریا یو ځل بیا یو اوږد واټنه بالستیک توغندی وازمایه.
سویلي کوریا او جاپان خبر ورکړی چې شمالي کوریا د لویو وچو نه تیریدونکی بالستیک توغندي ازمایلی دی.
د سویلي کوریا د ګډو ځواکونو لوی درستیزوالۍ دفتر اعلان وکړ چې شمالي کوریا په سیمه ایز وخت د سهار په لسو بجو او ۱۸ دقیقو ختیځ لوري ته دا توغندی توغولی دی.
د جاپان د دفاع وزارت هم تایید کړې چې دغه توغندی د کوریا ټاپووزمې له لوېدیځې برخې څخه توغول شوی دی.
د جاپان لومړي وزیر کیشیدا فومیو خبریالانو ته وویل، اټکل کېږي چې دغه توغندی د جاپان په ملي ځانګړې سیمه کې لګېدلی وي.
کیشیدا وویل چې د جاپان حکومت د شمال کوریا دا "پاروونکی عمل" غندي، او دا زمونږ لپاره په هیڅډول د منلو وړ ندی.
د جاپان د دفاع وزیر هامادا یاسوکازو وویل چې دوې د شمالي کوریا پدې سرعت سره د توغندیو د ازمایښت سره سخت مخالفت کوي.
هامادا ددې خبرې په ټینګار سره وویل چې د شمالي کوریا دې اقداماتو سیمه ایز امنیت د ګواښ سره مخامخ کړی او تاوتریخوالی مخ په زیاتیدو دی، د شمالي کوریا د توغندیو په ټیکنالوژۍ کې پرمختګ باندې به دوې سترګې پټې نکړي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه توغندی د جاپان په شمال کې د هوکایډو په سیمه کې پر ځايي وخت د سهار په ۱۱ بجو او ۲۰ دقیقو لوېدلی دی.
ويل شوي دي چې په سيمه کې د سمندري او هوايي وسایطو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
د جاپان دولتي ټلویزیون NHK اعلان وکړ چې د وروستي ازموینې سره، د پیونګ یانګ ادارې سږکال د ۳۴ توغندي ازمایلي دي .