ملګروملتونو سازمان هغه پریکړه لیک تصویب کړ چې له مخې روسیه باید اوکراین ته جنګي غرامت ورکړي

د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د روسیې څخه اوکراین ته د تاوان ورکولو پریکړه لیک د ۱۴ مخالفو رایو  په مقابل کې د ۹۴ موافقو رایو سره ومنل  شو.

1906395
ملګروملتونو سازمان هغه پریکړه لیک تصویب کړ چې له مخې روسیه باید اوکراین ته جنګي غرامت ورکړي

د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د روسیې څخه اوکراین ته د تاوان ورکولو پریکړه لیک د ۱۴ مخالفو رایو  په مقابل کې د ۹۴ موافقو رایو سره ومنل  شو. پدې رای اچونه کې ۷۴ غړيو هیوادونه ممتنع رای وکاروله.

د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د روسیې لخوا اوکراین ته  د جګړې د جبران د ورکولو پریکړه لیک تصویب شو.

د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله ۱۹۳ غړیو هیوادونو د هغه  پریکړه لیک په اړه په رای اچونه کې ګډون وکړ چې له مخې یې روسیه په اوکراین کې دننه یا پر ضد يي له نړیوالو قوانینو څخه د سرغړونې مسؤول وګڼل شي.

په داسې حال کې چې  پدې رای اچونه کې ۹۴ هېوادونو  موافقې رایې وکارولې ۱۴ هېوادونو مخالفې رایې ورکړې او  ۷۴ غړو هېوادونو ممتنع رای وکاروله. روسیه، چین، ایران او سوریه د غړو هیوادونو څخه وو چې د پریکړه لیک پر ضد یې رایه ورکړه.

پریکړه لیک د اوکراین په وړاندې د روسیې د غیرقانوني اقداماتو په پایله کې د راوښتو ځاني او مالي  زیانونو، مړینې یا ټپي کیدو د جبران لپاره د  یو نړیوال میکانیزم د جوړولو غوښتنه کوي.

که څه هم د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ پریکړه لیکونه په قانوني توګه  عملي بڼه نلري خو د سیاسي پلوه ډیر زیات وزن لري.



اړوند خبرونه