روسیه او امریکا په متقابله توګه د اتومي‌ وسلو د کمولو د تړون په چوکاټ کې غونډه کوي

امریکا او روسیه به ډیر ژر د اټومي وسلو د کمولو په هدف د "نوي سټارټ" موافقتنامې په چوکاټ کې  د متقابل تفتیش بیا پیلولو لپاره مشورتي غونډه وکړي.

1903986
روسیه او امریکا په متقابله توګه د اتومي‌ وسلو د کمولو د تړون په چوکاټ کې غونډه کوي

امریکا او روسیه به ډیر ژر د اټومي وسلو د کمولو په هدف د "نوي سټارټ" موافقتنامې په چوکاټ کې  د متقابل تفتیش بیا پیلولو لپاره مشورتي غونډه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نید پرائس په ورځني خبري کنفرانس کې د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وویل. هغه وویل چې ،

"موږ موافقه وکړه چې د دوه اړخیزه همغږۍ کمیټه به په نږدې راتلونکي کې د نوي پيل د  تړون په چوکاټ  غونډه وکړي."

هغه وویل  چې  تفتیش  په اړه د کمیټې د کار محتويات به محرم وي، پرایس وویل چې دوی هیله لري چې دا پروسه به رغنده وي.

پرایس ددې خبرې په ټینګار وویل چې امریکا د خپل اټومي خطر په کمولو متمرکز دی. هغه د تفتیش د بیا پیلولو لپاره د غونډې د ځای او وخت په اړه نور جزئیات ورنکړل.

کمیټې وروستی ځل د ۲۰۲۱ کال  په اکتوبر کې غونډه کړې وه.

 روسیې د اګست په میاشت کې اعلان وکړ چې د روسیې د اټومي وسلو د معاینې لپاره یې د امریکایي پلټونکو کار وځنډاوه، په دې دلیل امریکا د تفتیش اجازه نه درلوده.

د نوي پيل  تړون چې په ۲۰۱۰ کال کې لاسلیک شو د دواړو هیوادونو ځای پرځای شوي ستراتیژیک اټومي بمونو شمیره  تر ۱۵۵۰  پورې محدودوي.

دې تړون د د توغندیو د توغولو د دستګاګانو  او درنو بمباریو د الوتکو شمیر هم ۸۰۰ ته محدودوي.

د ۲۰۲۱ کال په جنورۍ کې، د امریکا د ولسمشر جوبایډن له دندې لږ وروسته، دواړو هېوادونو دغه تړون تر ۲۰۲۶ پورې وغځاوه.



اړوند خبرونه