د ایژې سمندر په سواحلو کې د کډوالو یوه بله ستره فاجعه رامنځته شوه.
په ایژې سمندر کې د ناقانونه کډوالو د کښتۍ د ډوبیدو له امله په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړ
1901437
د ایژې سمندر په سواحلو کې د کډوالو یوه بله ستره فاجعه رامنځته شوه.
د ایژې په سمندر کې د کډوالو د کښتۍ د ډوبیدو په پایله کې ۲۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او تر ۳۰ ډیر کسان لادرکه شوي دي.
د یونان د دولتي اژانس AMNA د خبر له مخې، په هغه سیمه کې چې کښتۍ ډوبه شوې، ټولټال شل مړي موندل شوي دي.
د پیښې څخه د ژوندي پاتې شویو د شاهدانو له قوله، په کښتۍ کې ۶۸ ناقانونه کډالو شتون درلود.
ویل کیږي ددې پیښې نه ۱۲ تنه ژغورل شوي دي چې د مصر، افغانستان او ایران وګړي دي.
د یوناني رسنیو د خبر له مخې په وژل شویو کې ۱۳ ماشومان دي.