په امریکا کې د هالووین د جشن د لمانځنې پر محفل وسله وال برید شوی
د امریکا د کنساس په ایالت کې په یو کور چې د هالووین د جشن لمانځنه کوله وسله وال برید شوی دی.
د امریکا د کنساس په ایالت کې په یو کور چې د هالووین د جشن لمانځنه کوله وسله وال برید شوی دی. د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې پدې وسله وال برید کې یو زده کوونکی وژل شوی او ۶ زده کوونکي ټپیان شوي دي .
د پولیسو مشر کارل اوکمن رسنیو ته ویلي دي چې ، د ناپېژاندو کسانو په یو کور چې د هالووین جشن پکې لمانځل کیده وسله وال برید کړی دی چې د ډزو په او ۶ تنه نور ټپيان شوي دي.
هغه ویلي دي چې د هالووین د جشن د لمانځولو محفل د زده کوونکو لخوا جوړ شوی وو او تر سلو تنو ډیرو زده کوونکو پکې ګډون کړی وو.
اوکمان وویل چې پدې محفل کې چې د ټولنیزې رسنۍ له لارې د جوړیدو خبر خپور شوی وو ځینې ناپیژنداه کسانو هم ګډون کړی وو. کله چې د محفل جوړونکو ددې کسانو نه د تلو غوښتنه وکړه دوې په ډزو لاس پورې کړ. وروسته په یو تور رنګه یو موټر کې د پیښې د ځای نه تښتیدلي دي.
ويل شوي چې د بريد په اړه پلټنې دوام لري او تراوسه يې په تور څوک نه دي نيول شوي.
د ویلو ده چې تیر ورځ هم د امریکا د شیکاګو په ښار کې د هالووین د لمانځنې په مراسمو وسله وال برید شوی وو چې له امله يي ګنشمیر کسان ټپیان شوي وو.
اړوند خبرونه
د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ۲۴ کلونو وروسته په رسمي سفر شمالي کوریا ته ولاړ.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په هوايي ډګر کې د پوتین هرکلی وکړ.