د روسیې لخوا پر اوکراین برید ناروې هم د خپل پوځي طاقت لوړولو ته اړ کړ

پداسې حال کې چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د فبرورۍ په ۲۴ نیټه پیل شوې جګړه دوام لري، ناروې د خپلو پوځي طاقت د زیاتولو خبر ورکړی.

1900290
د روسیې لخوا پر اوکراین برید ناروې هم د خپل  پوځي طاقت  لوړولو ته اړ کړ

پداسې حال کې چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د فبرورۍ په ۲۴ نیټه پیل شوې جګړه دوام لري، ناروې د خپلو پوځي طاقت د زیاتولو خبر ورکړی.

د ناروې لومړي وزیر یوناس ګار استوره وویل چې "د دې لپاره هیڅ دلیل شتون نلري چې روسیه په ناروې یا کوم بل هیواد مستقیم یرغل نیت ولري".

خو خپل پوځي چمتوالی زیات کړی دی. اسټوره  یادونه وکړه چې حتی د روسیې او اوکراین تر منځ له جګړې مخکې هم د هغه هېواد د پوځي چمتووالي کچه لوړه کړې وه.

هغه ددې خبرې په ټینګار وویل چې  پدې وروستيو کې داسې کوم  پرمختګ شتون نلري چې د زمونږ د پوځي چمتووالي د زیاتوالي لامل شي.دا ټول تدابیر دي.

"مګر مونږ باید ډیر محتاط واوسو."

د ناروې د  دفاع وزیر بورن ایرلډ ګرام د جزیاتو له ورکولو ډډه وکړه او ویې ویل چې موضوع محرمه ده.

د روسیې او اوکراین تر منځ د جګړې له پیل راهیسې ناروې د روسیې د استخباراتي فعالیتونو په اړه لا زیات جدي تدابیر نیولي دي.

ناروې په شمالي قطب کې له روسیې سره ۱۹۸ کیلومتره ګډه پوله لري.



اړوند خبرونه