د امریکا د شیکاګو په ښار کې پر خلکو وسله وال برید شوی

د امریکا د شیکاګو په لویدیځه څنډه کې د هالووین په شپه په ډله ایزه ډزو کې د څو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۴ کسان ټپیان شوي دي.

1900237
د امریکا د شیکاګو په ښار کې پر خلکو وسله وال برید شوی

د امریکا د شیکاګو په لویدیځه څنډه کې د هالووین په شپه په ډله ایزه ډزو کې د څو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۴ کسان ټپیان شوي دي.

د شیکاګو د پولیسو څانګې تایید کړه چې ډزې د سویلي کالیفورنیا جاده او ویسټ پولک په سړک شوي دي.

 

پولیسو په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې په ټپیانو کې یو درې کلن، یو ۱۱ کلن او یو دیارلس کلن ماشومان هم شتون لري. پولیسو ویلي چې د ډزو پاتې قربانیان لویان دي. د چارواکو په خبره په ډزو کې د ټپیانو سربیره یو کس هم د موټر سره ټکر شوی دی.

 

د شیکاګو د پولیسو مشر ډیویډ براون وویل چې د پوډ ویلي دي چې امنیتي  کمرو په  فلم کې ښکاري چې لږ تر لږه د یو موټر نه  دوه برید کونکي ولاړ خلکو باندې ډزې کوي.

پولیسو وویل چې د موټر په واسطه برید یوازې ۳ ثانیې دوام وکړ او ډزې کونکي په تصادفي ډول په خلکو ډزې وکړې. براون وویل چې هیڅ شکمن نه دی نیول شوی او د برید انګیزه څرګنده نه ده.

پولیسو ویلي دي چې تر دې دمه د ډزو په پایله کې چاته ژوند د لاسه ورکړی ندی. پولیسو یوازې وویل چې ټپیان په مختلفو وضعیتونو کې  قرار لري."

 

عيني شاهد وويل: "موږ يوه نجلۍ، يوه کوچنۍ نجلۍ، چې شاوخوا ١٣ کلنه وه، پورته کړه او هغه امبولانس ته مو راوړه." "مګر د امبولانس چلوونکي وویل، نه، مونږ نشو کولی دا انتقال کړو ځکه چې د نور ټپيان په لا بد وضعیت کې قرار لري  .



اړوند خبرونه