روسیه : د تورکیې په مرسته چمتو یو چې بې وزلو هیوادونو ته په وړیا توګه غله دانه ورکړو

د روسیې د کرنې وزیر دیمیتري پتروشیف ویلي، هېواد یې د تورکیې په مرسته چمتو دی چې تر ټولو بې وزله هېوادونو ته په څلورو میاشتو کې ۵۰۰ زره ټنه غلې دانې وړیا ورکړي.

1899638

پاتروشیف دا څرګندونې د رشیا -۲۴ تلویزیون سره په مرکه کې وکړې. هغه وویل ،

"زمونږ هیواد چمتو دی چې په راتلونکو څلورو میاشتو کې تر ټولو بې وزلو هیوادونو ته تر ۵۰۰ زره ټنو پورې غلې دانې وړیا ورکړي. مونږ به دا کار د خپل باوري ملګري تورکیې په ګډون ترسره کړو.»

هغه وویل، «روسیه هم په بشپړه توګه چمتو ده چې د اوکراین د غلې دانې پر ځای  او ټولو اړوندو هېوادونو ته یې په ارزانه بیه غله عرضه کړي.»

د ویلو ده  چې روسیه تیره اوونۍ د غلې دانې د لیږد د تړون نه چې د تورکیې، ملګروملتونو ، روسیې او اوکراین ترمنځه په استانبول کې لاسلیک شوی وو بهر شوه.

پيوندونه: #غله دانه , #روسیه

اړوند خبرونه