د هند د ګجرات په ایالت کې د یو پل د نړېدو له امله ډیره ستره فاجعه رامنځته شوې ده

د هند د ګجرات په ایالت کې د یو ځوړند پل د نړېدو له امله په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی

1899607
د هند د ګجرات په ایالت کې د یو پل د نړېدو له امله ډیره ستره فاجعه رامنځته شوې ده
hindistan.jpeg

د هند د ګجرات ایالت په موربي ښار کې د ماچچو سیند د پاسه  جوړ شوی ځوړند  پل د نړېدو له امله ستره فاجعه رامنځته شوه.

 سیمه ییزو رسنیو د خبر له مخې د پل د نړېدو پر مهال په پل د پاسه  تر ۴۰۰ ډېر کسان شتون درلود. د ګجرات  د عامه روغتون مشر امیت جالا  په یوه بیان کې ویلي‌ دي‌ چې  "پدې پيښه کې تر اوسه پورې لږ تر لږه ۱۳۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ځیني‌ کسان لا درکه شوي‌ دي."

په پېښه کې د لادرکه شویو کسانو لټون دوام لري . پدې پيښه کې په  لسګونه کسان  ټپیان شوي دي. د لومړي وزیر د دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې لومړي وزیر نریندرا مودي د ژغورنې عملیاتو لپاره د  بیړنیو ټیمونو د استولو امر کړی دی. لومړی وزیر د پيښې  وضعیت له نږدې څاري  او ویلي‌ دي‌ چې د پیښې اغیزمنو خلکو سره به هر ډول ممکنه مرسته وشي.

د پیښې د ځای نه په خپرو شوو ویدیو ګانو کې  لیدل کیږي چې خلک  د نړیدلي پل لاندې او شاوخوا کې چیغې وهي‌ او د مرستې غوښتنه کوي.

د ویلو ده ویل کیږي‌ کیدای شي چې د مړو شمیره نوره هم لوړه شي.


پيوندونه: #فاجعه , #پل , #هندوستان

اړوند خبرونه