پوتین د اردوغان د سیاستونو او پیاوړې رهبرۍ ستاینه وکړه

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ولسمشر رجب طیب اردوغان د سیاستونو او  پیاوړې مشرۍ ستاینه وکړه.

1898830
پوتین د اردوغان د سیاستونو او پیاوړې رهبرۍ ستاینه وکړه

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ولسمشر رجب طیب اردوغان د سیاستونو او  پیاوړې مشرۍ ستاینه وکړه.

پوتین وویل چې "ولسمشر رجب طیب اردوغان یو قوي او پیاوړی مشر دی، هغه د تورکیې د خلکو، اقتصاد او د هیواد د ملي ګټو په رڼا کې عمل کوي."

ولادیمیر پوتین د ویلادیو د بحثونو د نړیوال کلب په کلنۍ غونډه کې د روسیې او تورکیې ترمنځه د اړیکو په اړه  ارزونې وکړې.

پوتین دلته ددې پوښتنې په ځواب کې چې "دوه کاله مخکې تاسو د اردوغان په اړه مثبتې خبرې کړې وې ، آیا ستاسو په فکر او لید کې کوم بدلون راغلی دی؟" وویل ،

"ولسمشر اردوغان یو قوي او پیاوړی مشر دی، هغه د تورکیې د خلکو اقتصاد او هیواد د ملي  منافعو په رڼا کې عمل او حرکت کوي. دا  خبره د انرژۍ په برخه کې د اردوغان دریځ او د ترک سټریم د طبیعي ګاز د پایپ لاین د جوړولو سره ثابت شوې ده."

پوتین دې ته په اشارې سره چې دوی په تورکیه کې د اروپایی مصرف کونکو لپاره د ګازو د مرکز د جوړولو وړاندیز کړی دی، وویل ، تورکیې دغه وړاندیز د خپلو ګټو په خاطر منلی دی.

ولادیمیر پوتین وویل چې د ګرځندوی، ساختماني او کرنې په برخو کې د روسیې او تورکیې ګټې یو بل سره تړلې دي.

"د همدې امله ، ولسمشر اردوغان اجازه نه ورکوي چې  په خپلو اوږو اضافه پیټې بار کړي  او د دریم هیواد د ګټې او منافعو لپاره  عمل وکړي. هغه زمونږ سره د خبرو اترو په بهیر کې تل د خپلو ګټو دفاع کوي. د همدې امله تورکیه او اردوغان زمونږ لپاره کوم ساده  شریکان ندي. هره پریکړه د ډیرو سلامشور او تدبیر سره کوي. دواړه خواوې د یو بل سره د تفاهم لیوالتیا لري په ډیری برخو کې سره په تفاهم هم رسیږو. اردوغان یو ثابت قدمه  او باوري ملګری دی. دا د هغه ترټولو مهمه ځانګړتیا ده."

پوتین د دې په بیانولو سره چې اردوغان د خپل هیواد له ګټو څخه دفاع کوي او په دې حالت کې د روسیې لپاره ستونزه نه جوړوي، په دې ډول دوام ورکړ:

"اردوغان د هغه پریکړو لپاره مبارزه کوي چې د هغه د حکومت لخوا مناسبه ګڼل کیږي. مونږ هم د دې لپاره مبارزه کوو چې ډاډ ترلاسه کړو چې کومې پریکړې زمونږ لپاره مناسبې دي. د همدې امله مونږ حتی په ډیرو حساسو مسلو کې یوه حل لار موندلی شو. د بیلګې په توګه  سوریه، امنیت، اقتصاد، زیربناوې . تر اوسه پورې  مونږ توانیدلي یو چې پدې برخو کې سره په ګډه کار وکړو. "که چیرې مونږ د ډیرو ستونزمندو لارو څخه په تیریدو یوه حل لار پيدا کوو نو د ددې په معنا ده چې مونږ پدې حل لارې بیا عمل هم کوو. زمونږ د اړیکو تر ټولو مهمه ځانګړنه اعتبار او ثبات دی."



اړوند خبرونه