پولنډ پر اوکراین د روسیې د بریدونو په غبرګون  کې د شوروي اتحاد د دورې ۴ پوځي څلي ویجاړ کړل.

پولنډ د روسيې پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود

1899150
پولنډ پر اوکراین د روسیې د بریدونو په غبرګون  کې د شوروي اتحاد د دورې ۴ پوځي څلي ویجاړ کړل.

پولنډ پر اوکراین د روسیې د بریدونو په غبرګون  کې د شوروي اتحاد د دورې ۴ پوځي څلي ویجاړ کړل.

په داسې حال کې چې پر اوکراين د روسيې د يرغل په وړاندې د اروپايي هېوادونو غبرګونونه دوام لري، پولنډ د شوروي اتحاد د سمبولونو د ویجاړولو او لرې  کولو پریکړه وکړه .

پولنډ د روسیې په غبرګون کې د شوروي سور پوځ یادگارونه ویجاړ کړل.

په بایکزینا، بوبولیس، ګلوبزیس او ستازو په سیمو کې دا یادګارونه د کارګرانو لخوا د کرینونو په واسطه ویجاړ او له منځه یوړل.

د پولنډ د تاریخ د دولتي انسټیټیوټ رئیس کارول ناوروکي په ګلوبزیز کې د نوموړو څلو مخې ته د دې موضوع په اړه څرګندونې وکړې او  وویل چې  " دا یادګارونه د یو داسې سیسټم استازیتوب کوي چې د خپلو خلکو او نورو ملتونو په وژلو او د غلامانو په توګه د هغوې به کارولو  تورن دی."

ناوروکي وویل "دا د شرم یادگارونه دي. دا هغه  یادگار یا څلی دی چې  زمونږ ګټونکي قربانیو ته  سپکاوی کوي. په ۱۹۴۵ کال کې، شوروي اتحاد مونږ ته ازادي نه، بلکې یو بله غلامي راوړه. "وروسته له هغه چې  هغوې پولنډ ونيول، پولنډ ته د غنیمت په توګه کتل."

له بلې خوا، د روسیې د قانون له مخې، هغه څوک چې له هیواده بهر د شوروي پوځ یادګارونه یا څلو ته ضرر ورسوي او هغه  لرې تر دریو کلونو پورې په بند محکومیږي.


پيوندونه: #غبرګون , #پولنډ , #روسیه

اړوند خبرونه