د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اټومي وسلې د کارونې په اړه مهمې څرګندونې وکړې.
پوتین : "تر هغه چې اټومي وسلې شتون ولري، تل د هغې د کارولو خطر هم دوام لري."
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اټومي وسلې د کارونې په اړه مهمې څرګندونې وکړې.
هغه وویل "تر هغه چې اټومي وسلې شتون ولري، تل د هغې د کارولو خطر هم دوام لري."
ولادیمیر پوتین په پلازمینه مسکو کې د والډې د بحثونو د نړیوال کلب له خوا په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ او د اجنډا پر موضوعاتو یې څرګندونې وکړې.
پوتين دلته ددې پوښتنې په ځواب کې چې آيا اټومي جګړې د پیلیدو امکان شتون لري چې په دې وروستيو ورځو کې د خلکو په منځ کې مطرح شوې ده؟ وویل ،
"تر کومه چې اټومي وسلې شتون ولري، تل د هغې د کارولو خطر هم شتون لري. نن ورځ د اټومي ګواښونو او د اټومي وسلو د کارولو احتمال خورا مهم دی."
پوتین زیاته کړه چې لویدیځ د روسیې په خلاف د دوستو او بې طرفه هیوادونو د هڅولو لپاره د هرې لارې او امکان نه استفاده کوي، او روسیه د یو "ویروونکي هیواد" په توګه د معرفي کولو هڅې کوي. هغه وویل چې مونږ خوشې د نړۍ سره د کیف لخوا په خپل هیواد کې د ککړ بم د کارولو په اړه استخباراتي معلومات شریک کړي ندي.
هغه وویل چې دوی حتی پوهیږي چې دا ککړ بم چیرته جوړ شوی و. داسې پلان شتون درلود چې ددې د ځینو توغندیو په وسیله اټومي بم وکارول شي او وروسته بیا تور په روسیې واچول شي.
ولادیمیر پوتین وویل:"موږ اړتیا نه لرو چې پر اوکراین اتومي برید وکړو، دا نه سیاسي او نه پوځي معنی لري."