د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ روسیې او ایران ته خبرداری ورکړ.

ینس سټولټنبرګ روسیې ته خبرداری ورکړ چې په اوکراین کې د تاوتریخوالی د زیاتولو لپاره له درواغو  او بهانو نه  کار نه اخلي او ایران ته یې خبرداری ورکړی چې په جګړه کې دې له روسیې سره مرسته نه کوي.

1897804
د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ روسیې او ایران ته خبرداری ورکړ.

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ روسیې او ایران ته خبرداری ورکړ.

ینس سټولټنبرګ روسیې ته خبرداری ورکړ چې په اوکراین کې د تاوتریخوالی د زیاتولو لپاره له درواغو  او بهانو نه  کار نه اخلي او ایران ته یې خبرداری ورکړی چې په جګړه کې دې له روسیې سره مرسته نه کوي.

ستولتنبرګ  په آدریاتیک کې د امریکا  د جورج H.W. بوش د الوتکې وړونکې بېړۍ څخه د لیدنې پر مهال په خپله وینا کې په اوکراین کې جګړې ته اشاره وکړه او ویې ویل چې جګړه په خورا مهم پړاو کې قرار لري.

سټولټنبرګ د دې په بیانولو سره  وویل چې "د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جګړې په ډګر کې د خپلو ناکامیو ځواب د لا زیاتو بریدونو سره ورکوي"، سټولټنبرګ وویل چې روسیې په ملکي وګړو، میشت ځایونو او ملکي زیربنا باندې بریدونه ترسره کړي.

"روسیه اوس ناسمې ادعاوې کوي چې اوکراین په خپله خاوره کې د ککړ رادیولوژیک یا راډیو اکتیف بم کارولو ته چمتووالی نیسي. د ناټو متحدین دا بې بڼسټه تورونه ردوي. دا خبره ښکاره ده چې روسیه  په ښکاره توګه دروغ وايي. هغه ددې خبرې په ټینګار وویل  روسیه تل هغه څه ده چې پخپله نیت ولري په نورو بې ځایه تورونه پورې کوي. مونږ په سوریه کې ددې خبرې شاهدي وکړه. نن ورځ مونږ په اوکراین کې هم د ورته حالاتو شاهدي کوو .روسيه بايد د تاوتريخوالي د لا زياتولو لپاره له درواغجنو عذرونو کار وانخلي. نړۍ يې له نږدې څاري."

ینس سټولټنبرګ ټینګار وکړ چې دوی لیدلي چې ایران په وروستیو ورځو کې له روسیې سره پوځي مرستې کوي.

سټولټنبرګ وویل: "دا د منلو وړ نه ده،" او زیاته یې کړه چې هیڅ هیواد باید له روسیې سره مرسته ونه کړي.

سټولټنبرګ یادونه وکړه چې د ناټو ځینې هېوادونه او اروپايي ټولنه پر ایران د بندیزونو د لګولو هرکلی کوي.

سټولټنبرګ د بوش د الوتکې وړونکې بېړۍ  د معاینې او لیدنې په اړه وویل چې دغې بېړۍ د "نیپټون سټرایک ۲۰۲۲" تطبیقاتو په چوکاټ کې  چې د ناټو تر قوماندې لاندې ترسره کیږي د یوې کاري ډلې مشري کوله.

پدې تطبیقاتو کې د ناټو د ۲۴ غړیو هیوادونو او سویډن او فنلنډ د هیواد څه باندې ۸۰ تنه جنګي الوتکې ، ۱۴ جنګي کښتۍ او څه باندې ۶۰۰۰ تنه پوځیانو ګډون کړی دی.



اړوند خبرونه