ولسمشر اردوغان د رسمي سفر په ترڅ کې اذربایجان ته تللی
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې د اذربایجان د ولسمشر الهام علیوف په بلنه دغه هیواد ته په یو ورځني کاري سفر تللی د دغه هیواد زنګیلان ښار ته ورسید.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې د اذربایجان د ولسمشر الهام علیوف په بلنه دغه هیواد ته په یو ورځني کاري سفر تللی د دغه هیواد زنګیلان ښار ته ورسید.
د اردوغان الوتکه د اذربایجان په ازاده شوې خاوره کې چې د تورکي شرکتونو په مرسته جوړ شوی دوهم هوايي ډګر دی، د زنګیلان نړیوال هوايي ډګر کې ښکته شوه.
د ولسمشر اردوغان نه دلته د اذربایجان د ولسمشر الهام علی یف له خوا تود هرکلی وشو. ولسمشر اردوغان لومړنی بهرنی ولسمشر دی پدې هوايي ډګر کې الوتکه ښکته شوه.
ولسمشر اردوغان او د اذربایجان ولسمشر الهام علي یف د هوايي دګر د پرانیستو نه وروسته د ښار سمبولیکه کیلي اردوغان او علی یف ته ورکړل شوه.
د تورکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست لخوا د شوي بیان له مخې، اردوغان به وروسته د سیمې د پراختیا لپاره د پیل شویو نویو پروژو د بنسټ ډبره کېږدي.
تمه ده چې د دغه سفر په ترڅ کې به د تورکیې او اذربایجان تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو په ټولو برخو کې هر اړخیزه کتنه وشي او د همکاریو د لا پراختیا په برخه کې به ګامونه پورته شي.
همداشان د دوه اړخیزو اړیکو او د اوسنیو سیمه ایزو او نړیوالو مسلو په اړه د نظرونو تبادله هم په پام کې نیول شوې ده.