د انګلستان لومړۍ وزیرې لیز تروس استعفا وکړه.
د انګلستان لومړۍ وزیرې له خپلې دندې استعفا وکړه
د انګلستان لومړۍ وزیرې لیز تروس استعفا وکړه.
تروس د لومړي وزیر د لسم نمبر دفتر مخې ته وینا کې، وویل چې هغه د لوی اقتصادي او نړیوالې بې ثباتۍ په دوره کې دا مسئولیت او دنده واخیسته . هغه وویل چې د هغه کورنیو او هټۍوالو په اړه چې خپل بیلونه نشي ورکولی ډیر انديښمنه ده.
هغې د دې په ټینګار سره وویل، هغې د دې وضعیت د بدلون لپاره واک او دنده په غاړه واخیسته. ټروس اعتراف وکړ چې هغه د اوسني وضعیت په پام کې نیولو سره د دې دندې ترسره کولو توان ونلري او استعفا کوي.
ټروس وویل چې هغه د انګلستان له پاچا چارلس دریم سره وکتل ترڅو خپله استعفا وړاندې کړي.
لیز تروس وویل چې د ګوند دننه به د مشرتابه ټاکنې ترسره شي چې راتلونکې اونۍ به بشپړې شي او هغه به د نوي لومړي وزیر تر ټاکل کیدو پورې په خپله دنده پاتې شي.
تروس تر فشار لاندې و چې استعفا ورکړي
د انګلستان حکومت د سپتمبر په ۲۳مه اعلان وکړ چې په هېواد کې د مالياتو د کمولو لپاره چمتووالی نيسي چې ټولټال ۴۵ ميليارده پونډه به وي.
دې حالت دا توقعات زیات کړل چې د هیواد بهرنۍ پورونه به ډیر شي او ددې سره سم د سټرلینګ بیه په ګړندۍ توګه راوغورځیده.
په اقتصادي پلانونو د سختو نیوکو وروسته، حکومت د ۴۵ سلنې لوړ عایداتو مالیه د لغوه کولو پلان پریښود.
تروس چې څو ځله د بودیجې د تنظیم د پلان په چوکاټ کې د مالیاتو د کمولو د پلان تر شا ولاړه وه، د اکتوبر په ۱۴ مه د عامه فشارونو پر وړاندې مقامت د لاسه ورکړ او د مالیې د وزیر کواسي کوارټینګ له دندې ګوښه او پر ځای یې جیرمي هنټ وټاکه.
لیز ټروس د "غلطیو" لپاره بخښنه وغوښته چې د بازار د پام وړ بې ثباتۍ لامل شوې. په انګلستان کې د تروس په اړه چې څومره به په دنده کې پاتې شي بحثونه پيل شوي دي.