اروپايي ټولنې د صربستان څخه هر څه ژر د نامنظمې کډوالۍ د مخنیوي غوښتنه وکړه

اروپايي ټولنې له صربستان  څخه وغوښتل چې ژر تر ژره د اروپایی ټولنې خاورې ته د هغه کډوالو د تګ راتګ مخه ونیسي چې دې هیواد ته پرته د ویزې د سیاحت کولو د امکان نه برښمند دي.

1894669
اروپايي ټولنې د صربستان څخه  هر څه ژر د نامنظمې کډوالۍ  د مخنیوي غوښتنه وکړه

اروپايي ټولنې له صربستان  څخه وغوښتل چې ژر تر ژره د اروپایی ټولنې خاورې ته د هغه کډوالو د تګ راتګ مخه ونیسي چې دې هیواد ته پرته د ویزې د سیاحت کولو د امکان نه برښمند دي.

یولوا جوهانسن، د اروپایي ټولنې د کمیسیون د داخلي چارو مسؤلې، د فرانسې په سټراسبورګ کې د اروپایي پارلمان د عمومي غونډې په ترڅ کې په یوه خبري کنفرانس کې خبرې وکړې.

جوهانسن د دې په بیانولو سره چې د لویدیځ بالکان له لارې د اروپایی ټولنې  هیوادونو لکه اتریش، هنګري او بلجیم ته غیر منظم کډوالۍ  ګواښ خورا جدي شوی دی. جوهانسن وویل چې دا کسان  پرته له ویزې صربستان ته راځي  او بیا د پناه غوښتنې لپاره د اروپایی اتحادیې هیوادونو ته راتیریږي. هغې وویل چې

"مونږ په ځانګړې توګه د هندوستان د وګړو  په شمیر کې ډیر جدي زیاتوالی وینو. تیره میاشت په اتریش کې د پناه غوښتونکو ترټولو لوی شمیر هندي اتباع وو. د کیوبا د اتباعو په شمیر کې خورا جدي زیاتوالی لیدل کیږي. موږ د پام وړ زیاتوالی په ځانګړې توګه په برونډیانو کې ګورو. څوک چې بلجیم ته ځي. د دې هیوادونو اتباع عموما په اروپايي اتحادیه کې پاتې کیږي. په ندرت سره پناه ترلاسه کوي."

جوهانسن وویل چې دا خلک "ډیری احتمالي کډوال نه دي چې محافظت ته اړتیا لري"، جوهانسن وویل چې دوی له صربستان څخه وغوښتل چې دا لارې بندې کړي.

جوهانسن وویل: "مونږ د صربستان څخه خورا مثبت ځواب ترلاسه کړ. مونږ په دې برخه کې د پرمختګ تمه لرو."

صربستان د هند، تونس، سوریه، برونډي په څیر هیوادونو سره د ویزې پرته سفر تړونونه لري. ویل شوي چې د اروپايي ټولنې هیوادونو ته ترانزیت له صربستان  څخه نسبتا اسانه دی، چې د اروپایي ټولنې سره د لنډ مهاله سفرونو لپاره د ویزې وړیا سفر تړون هم لري.

اروپايي ټولنه د   صربستان څخه چې  د ۲۰۱۲ کال  راهیسې د ټولنې غړیتوب ته کاندید دی غواړي چې ، د اروپايي ټولنې سره د ویزې مقررات تنظیم کړي او د نورو هیوادونو اتباعو ته پرته د ویزې د سفر کولو اجازه ورنکړي.

د اروپايي ټولنې چارواکي وايي، د روان کال له پيله تر اوسه ۱۰۶زره کسان د لوېديځ بالکان له لارې د اروپايي ټولنې هېوادونو ته داخل شوي دي، چې د تېر کال په پرتله ۱۷۰سلنه زياتوالى ښيي



اړوند خبرونه