د روسيې د اټومي انرژۍ مشر : په سینوپ کې مو د اټومي بټۍ د جوړولو په خاطر د تورکیې سره مذاکرات پيل کړي

د روسیې د اټومي انرژۍ د ادارې ( روس اټوم ) عمومي رئیس الکسي لیخاچیف اعلان وکړ چې دوی د تورکیې په  سینوپ  ولایت کې د اټومي بټۍ د جوړولو په اړه له تورکیې سره خبرې اترې پیل کړي دي.

1895100

لیخاچیف د روسیې له دولتي چینل روسیا-۲۴ سره په خبرو کې وویل چې تورکیه په سینوپ کې د خپل دوهم اټومي بټۍ د جوړولو پلان لري.

هغه ددې خبرې په ټینګار وویل هر هغه څوک چې د اټومي انرژۍ په برخه کې کار کوي پدې ډیر ښه پوهیږي چې  سینوپ د اټومي انرژۍ د  بریښنا ۴ واحدونو سره د لوی اټومي انرژۍ بټۍ جوړولو لپاره یو زړه راښکونکی ټکی دی .

هغه وویل، «د یوې سترې اټومي بټۍ د راتلونکي موجودیت په پام کې نیولو سره،  د ټکنالوژيکو اتفاقونو د جوړولو ، د تخنیکي اتحادونو د جوړولو، د پانګونې د پالیسۍ او د تورکیې د انرژۍ د بازار د جوړولو په برخه کې د تګلارو د رامنځته کولو په اړه مونږ له خپلو تورکي سوداګریزو شریکانو سره خبرې اترې پیل کړې دي.

په مرسین کې د اق قویو اټومي بټۍ په اړه تړون چې د تورکیې لومړی اټومي بټۍ به وي، په ۲۰۱۰ کال کې له روسیې سره لاسلیک شو. د اق قویو د اټومي انرژۍ بټۍ  چې  ۴ ریکټورونه لري او د ۴۸۰۰ میګاواټو برښنا د تولید ظرفیت به ولري. تمه کیږي چې لومړی ریکټور به په ۲۰۲۳ کال کې په فعالیت پيل وکړي.

اړوند خبرونه