روسیې په یو پوځي تعلیمي‌ مرکز وسله وال برید شوی دی

د روسیې د دفاع وزارت په بلګوروډ ښار کې د روسي‌ ځواکونو په یو تعلیمي‌ مرکز د برید پخلی وکړ.

1893279
روسیې په یو پوځي تعلیمي‌ مرکز وسله وال برید شوی دی

د روسیې د دفاع وزارت په بلګوروډ ښار کې د روسي‌ ځواکونو په یو تعلیمي‌ مرکز د برید پخلی وکړ.

د روسیې د دفاع وزارت ویلي دي‌، چې د بلګوروډ  په سیمه کې ددوې په  پوځي تعلیمی‌ مرکز ترهګری  برید  شوی دی چې په نتیجه کې ۱۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

 

د روسیې د دفاع وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي  دوه تنو د هیواد په بلګورود سیمه کې د پوځي روزنیز مرکز په دننه کې د وسلو سره ترهګریز برید ترسره کړ.

 

په خبرپاڼه کې چې په دغه برید کې د ۱۱ تنو د وژل کېدو او ۱۵ تنو د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوی دی.

 

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې برید کوونکي‌ هم  پدې پيښه کې وژل شوي‌ دي.



اړوند خبرونه