شمالي کوریا یو ځل بیا یو بالستیک توغندی وازمایه.
شمالي کوریا د بالستیک توغندیو ازمایښتونو ته دوام ورکوي
شمالي کوریا یو ځل بیا یو بالستیک توغندی وازمایه.
د د سویلي کوریا خبري اژانس یونهاپ د خبر له مخې، د سویلي کوریا لوی درستیز اعلان کړی چې شمالي کوریا ختیځ سمندر ته یو "ناپېژندل شوی" بالستیک توغندی توغولی دی.
د لوی درستیز دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دوې د شمالي کوریا د هوایي ځواک اړوند ۱۰جنګي الوتکې د بالیسټیک توغندي له توغولو دمخه د سویلي کوریا د فضا څخه ۲۵ کیلومتره شمال لورې ته تثبیت کړي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې سویلي کوریا د شمالي کوریا الوتکو ته په ۱۲ «F-35A» جنګي جټ الوتکو ځواب ورکړی.
له بلې خوا شمالي کوریا تر دې مخکې ادعا کړې وه، چې په تېرو څو ورځو کې یې د توغندیو ازمایښت د "د ځان نه د مشروع دفاع" په چوکاټ کې ترسره کړي دي.
د یادولو ده چې د پیونګ یانګ ادارې د ۲۰۲۲ کال له پیله تر اوسه د ملګرو ملتونو له پریکړه لیکونو څخه په سرغړونې سره په مختلفو واټنونو کې تر ۲۰ زیات بالستیک توغندي ازمایلي دي.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.