په امریکا کې خونړی وسله وال برید شوی

په امریکا کې په وسله وال برید کې د پولیسو په ګډون ګنشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

1892675
په امریکا کې خونړی وسله وال برید شوی

د امریکا د شمالي کارولینا ایالت په مرکز رالي ښار کې د یوه وسله وال برید په پایله کې د یوه پولیس افسر په ګډون ۵ تنه وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي. پولیسو ویلي چې یو شکمن کس یې نیولی دی.

د شمالي کارولینا د والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د یوه شکمن وسله وال برید په پایله کې ۵ تنه وژل شوي دي.

ويل شوي دي چې په وژل شويو کسانو کې يو پوليس افسر هم شامل دى چې په رالي ښارکې په ډزوکې ووژل شو.

په ډزو کې څلور کسان ژوبل شوي او روغتون ته وړل شوي دي. ویل شوي، چې په ټپیانو کې یو پولیس هم شامل دی.

له برید وروسته ګڼ شمېر امنیتي ځواکونه او روغتیايي ډلې د پېښې ځای ته واستول شوې.

په داسې حال کې چې پولیسو د سیمې تر څار لاندې نیولې ده، د سیمې اوسیدونکو څخه غوښتنه شوې چې تر بلې خبرتیا پورې په کورونو کې پاتې شي.

 

امنیتي ځواکونو ویلي چې شکمن کس یې نیولی او تحقیقات یې ترینه پیل کړي دي.



اړوند خبرونه