د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، د کریمیا پر پل برید د اوکراین د استخباراتو له خوا شوې دی.
د روسيې ولسمشر د کریمیا د کیرچ په پل د برید په اړه لومړنۍ څرګندونې وکړې
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، د کریمیا پر پل برید د اوکراین د استخباراتو له خوا شوې دی.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دا څرګندونې سینټ پیتربورګ کې د روسیې د تحقیقاتي کمیټې له مشر الکساندر باسترکین سره د لیدنې نه وروسته وکړې.
پوتین د روسیې او کریمیا تر منځ په یواځني پل د برید په اړه وویل ،
"دا یو ترهګریز برید دی چې موخه یې د روسیې فدراسیون مهم ملکي زیربنا ویجاړول دي. دا کار او ددې برید امر د اوکراین د استخباراتو لخوا ورکړ شوی دی.
د روسیې د تحقیقاتو د کمیټې مشر باسترکین، هغه معلومات شریک کړل چې د چاودنې په تړاو د ترورېزم دوسیه جوړه شوې وه. هغه وویل چې
"دا د تحقیقاتو په لومړي پړاو کې د ترلاسه شویو معلوماتو لخوا تایید شوې."
باسترکین دا هم ویلي چې ځینو روسي او بهرنیو اتباعو د اوکراین له استخباراتو سره د چاودنې په ترسره کولو کې مرسته کړې ده.
د کیرچ پل د د روسیې او ددې هیواد لخوا په ۲۰۱۴ کال کې په غیر قانوني توګه د الحاق شوي کریمیا منځ موقعیت لري. دا پل یواځنی پل دی چې روسیه يي د کریمیا سره نخلولې ده. تیره ورځ د کیرچ په پل کې زوروره چاودنه وشوه چې په نتیجه کې ۳ تنه مړه او ګنشمیر کسان ټپيان شول.
د ددې پیښې نه وروسته د اوکراین د ولسمشرۍ د دفتر سلاکار میخایل پودولیک اعلان وکړ چې چاودنه "پیل" دی.
دا پل، په رسمي توګه په ۲۰۱۸ کال کې د پوتین لخوا پرانستل شو. دا پل د روسیې لپاره ستراتیژیک اهمیت لري، ځکه چې دا د کریمیا سره د لویې لارې نښلوونکی یواځنی پل دی.