د کرملین ماڼۍ ویاند : کیدای شي چې اردوغان او پوتین د روسيې او لویدیځ ترمنځه د خبرو په اړه وغږیږي
د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف وویل کیدای شي چې د تورکیې او روسیې ولسمشران د اوکراین د کړکیچ په اړه د روسیې او لویدیځ ترمنځ د خبرو اترو د احتمال په اړه خبرې وکړي.
د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف وویل کیدای شي چې د تورکیې او روسیې ولسمشران د اوکراین د کړکیچ په اړه د روسیې او لویدیځ ترمنځ د خبرو اترو د احتمال په اړه خبرې وکړي.
دیمیتري پیسکوف په پلازمېنه مسکو کې خبریالانو ته په خپله وینا کې په اوکراین کې د روانې جګړې په اړه ارزونې وکړې.
پیسکوف د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې په دې اړه کره معلومات نشته چې د روسیې او لویدیځ ترمنځ د اوکراین د کړکیچ تر عنوان لاندې خبرې به په تورکیه کې ترسره شي. هغه زیاته کړه چې
"د دې لپاره چې د دې ډول خبرو اترو د احتمال په اړه خبرې وشي، دا اړینه ده چې لومړی غونډې هدف او پایلې معلومې شي چې څه دي، او بیا پریکړه وشي."
د کرملین ویاند یادونه وکړه کیدای شي چې اردوغان او پوتین په آسیا کې د همکارۍ او باور رامینځته کولو اقداماتو کنفرانس د شپږمې سرمشریزې په چوکاټ کې چې د اکتوبر په ۱۲ او ۱۳ مو نیټو د قزاقستان په پلازمینه کې جوړیږي په لیدنه کې خبرې وکړي.
پیسکوف نن سهار په اوکراین کې د توغندیو د بریدونو په اړه وویل چې
"دا ټول د ځانګړو پوځي عملیاتو په چوکاټ کې ترسره کیږي. البته، د عملیاتو مهمې برخې د قوماندان له خبرتیا پرته نه ترسره کیږي."