د اوکراین ولسمشر د روسیې سره د هر ډول مذاکراتو لپاره ټولې دروازې وتړلې
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي یو فرمان لاسلیک کړ چې له مخې یې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره مذاکرات ناشونې دي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي یو فرمان لاسلیک کړ چې له مخې یې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره مذاکرات ناشونې دي.
زیلینسکي د اوکراین د ملي امنیت شورا لخوا چمتو شوی فرمان لاسلیک کړ چې په کې ویل شوي چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د روانې جګړې په اړه د روسیې له ولسمشر پوتین سره خبرې اترې ممکن نه دي.
د اوکراین د ولسمشرۍ په ویب پاڼه کې په خپور شوي بیان کې ویل شوي دي چې زیلینسکي د اوکراین د ځمکو د روسیې لخوا د الحاق په وړاندې د اقداماتو په اړه هم فرمان لاسلیک کړ ا. په بیان کې ویل شوي دي چې دا فرمان د سپتمبر په ۳۰ د اوکراین د ملي امنیت شورا لخوا چمتو شوی وو د نشر د نیټې نه نافذ شو.
د فرمان په لومړۍ پراګراف کې راغلي: "د روسیې د فدراسیون له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره خبرې اترې ممکن ندي."
په دغه فرمان کې د اوکراین له خاورې څخه د روسیې د وتلو، د روسیې د پوځي بریدونو د مخنیوي، د اوکراین د پوځ پیاوړتیا، د پوځ د لا زیاتې روزنې، د دفاعي صنایعو د پیاوړتیا او د دفاعي فرصتونو د زیاتولو لپاره د نړیوال ملاتړ برابرول په لاندې ډول دي. :
همداشان په فرمان کې راغلي دي چې د اوکراین د ولسمشر، د پارلمان د رئیس او لومړي وزیر لخوا د ناټو سازمان ته د اوکراین د غړیتوب وړاندیز متن باید هر څه ژر تصویب شي.