د اوکراین په زاپورزیا ښار خونړی برید شوی چې په لسګونو تنو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې
د اوکراین په جنوب کې د زاپوریزیا ښار ته څېرمه د توغندیو په برید کې ۲۳ تنه وژل شوي دي.
1886709
د اوکراین په جنوب کې د زاپوریزیا ښار ته څېرمه د توغندیو په برید کې ۲۳ تنه وژل شوي دي.
د ویلو ده چې د اوکراین په زپوریزیا سیمه کې د موټرو یو کاروان چې ملکي وګړي پکې سپاره وو د روسي ځواکونو لخوا د توغندي برید شوی دی.
د زاپوریزیا والي اولیکسندر سټارخ په خپل ټیلیګرام حساب کې په یوه بیان کې ادعا وکړه چې روسي ځواکونو د زپوریزیا ښار د ملکي وګړو کاروان په توغندیو سره په نښه کړی دی.
ستارخ وویل چې د لومړنیو معلوماتو له مخې په دغه برید کې لږ تر لږه ۲۳ ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د اوکراین د کورنیو چارو د وزیر سلاکار انتون ګیراشینکو اعلان وکړ چې په برید کې د ۲۳ تنو د وژل کیدو سربیره ۳۵ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.