په بنګلادیش کې د کښتۍ د ډوبیدو له امله په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی

د بنګله دېش په پنجاګر کې د کاراتویا په سیند کې د کښتۍ د ډوبېدو له امله د مړو شمېر ۵۱ ته لوړه شوه. چارواکو ویلي چې  ۱۵ تنه لا درکه شوي‌ دي.

1884846

د بنګله دېش په پنجاګر سیمه کې یوه کښتۍ چې په کې ډیری ښځې او ماشومان سپاره وو، د کاراتویا په سیند کې ډوبه شوه. د پیښې نه وروسته  په سیمه کې د لټون او ژغورنې عملیات او هڅې پیل شوې دي.

د سیمه ایزو پولیسو مشر سراج الهدا  په یوه بیان کې ویلي چې د لټون او ژغورنې هڅو په پایله کې د مړو شمیره ۵۱ ته ته لوړه شوې  او ۱۵  کسانو  چې لا درکه شوي‌ دي‌ د لټون چارې دوام لري.

هغه وویل  چې کښتۍ له خپل نورمال ظرفیت څخه درې چنده زیات بار وزن بار کړی وو. ددې سربیره  سهار وختي سخت باران و. د کښتۍ د سفر د پيلیدو سره سم  یو زیات شمیر زیارت کوونکي‌ زیارت ته د تلو په خاطر  په چټکۍ سره په کښتۍ کې سپاره شول .

د کښتۍ کپتان له ځینو کسانو وغوښتل چې د کښتۍ نه ښکته شي چې د ډوبیدو د خطر سره مخامخ وه  خو هیچا د هغه خبرداري ته غوږ ونه نیوه.

د پولیسو په وینا، په کښتۍ کې شاوخوا ۹۰  تنو شتون درلود. پدې پیښه کې یواځې ۱۵ تنه ژغورل شوي‌ دي.

د لادرکه شوو کسانو د موندولو لپاره پلټنې دوام لري.

اړوند خبرونه